ګردېز (پژواک ٢ سلواغه ٩٢): د پکتيا يو شمېر خلک ادعا کوي، چې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له لوري ګومارل شوي د عامه پوهاوي مبليغين له چارواکو او کانديدانو سره اړيکې لري او د هغوى په واسطه مقرر شوي دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون په پکتيا کې د عامه پوهاوي لپاره ۴۳ مبليغين پر دنده ګومارلي په داسې حال کې ، چې د دې دندې لپاره ٤٣٠ تنو د مقررۍ وړانديزونه کړي وو.
د عبدالله مخلص په نوم يو تن، چې د عامه پوهاوي لپاره يې د مقررۍ غوښتنه کړې وه وايي، چې نيول شوي ټول ٤٣ کسان د چارواکو او ولايتي شورا د وکيلانو خپل خلک دي.
د لطف الله په نوم يو بل تن هم ورته نظر لري او وايي، چې په تېره دوره کې هم د ټاکنو مبليغ و، تجربه هم لري او له پوهنتونه د فراغت اسناد هم، خو دا ځل يې د مقررۍ غوښتنه ونه منل شوه او ټول هغه کسان ونيول شول، چې له چارواکو او وکيلانو سره تړلي خلک دي.
په پکتيا کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون سيمه ييز چارواکي د يادو کسانو شکايتونه نه مني او وايي، چې هر څه په رڼه ډول ترسره شوي دي.
د دې ادارې مشر رحمت الله حقمل وايي، ټول مقرر شوي کسان د دوى د تجربو، تحصلي اسنادو او وړتياوو له مخي انتخاب شوي دي.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، د دغو کسانو په مقررۍ کې يواځې دوی لاس نه لري ، بلکې له کابله راغلي پلاوي د ازموينې پروسه څارلې ده.
حقمل زياتوي، په دې پروسه کې هغه چا ته لومړيتوب ورکول کېږي، چې تعليمي کچه يې لوړه، د خپلې سيمې وي او کاري تجربه ولري.
په پکتيا کې د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ (فيفا) چارواکي هم د خلکو نيوکې او شکايتونه پر ځاى بولي او زياتوي، چې د مبليغينو انتخاب په سمه توګه نه دى شوى.
په پکتيا کې د فيفا ادارې استازی احسان الله حميدي وايي، دوی ته هم د يو شمېر کسانو شکايتونه رسېدلي او هم يې د دې مقررۍ يو شمېر مراحل په خپله ليدلي دي.
نوموړی وايي، له کابله راغلي پلاوي د مبليغينو په مقررۍ کې هېڅ رول نه درلود، بلکې دغه ټول کسان د ټاکنو د سيمه ييز دفتر له لوري انتخاب شوي دي.
د حميدي په خبره، په دې اړه يې د خلکو له لوري ورته رسېدلي شکايتونه خپل مرکزي دفتر ته لېږلي دي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسيون په سيمه يزو دفترونو کې له چارواکو سره د تړلو خلکو استخدام سر له اوسه د ټاکنو د پروسې پر روڼوالي د خلکو بې باوري زياته کړې ده.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن