جلال اباد (پژواک ٢ سلواغه ٩٢): د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو او دولتي ځواکونو تر منځ نښته کې د ملکي وګړو په ګډون ١٢ تنه ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال د سلواغې په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېر سهار وسله والو مخالفينو د چپرهار د ډاګو پر پوستې بريد کړى، چې له امله يې نښته رامنځته شوه.
نوموړى وايي، نښتې له يوه ساعته ډېر دوام وکړ ، چې په پايله کې يې درې وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
مشرقيوال زياتوي، چې پوستې ته پر خپل وخت اکمالات رسېدلي او د دوى يو پوليس سرسري ټپي شوى دى.
د چپرهال ولسوالۍ د ډاګو سيمې يوه اوسېدونکي حاجي ګل پاچا پژواک اژانس ته وويل، چې پرون د وسله والو او دولتي ځواکونو تر منځ ١٢ ساعته جګړه شوې ده.
هغه زياته کړه، مازديکر مهال، کله چې د جلال اباد له ښاره نور ځواکونه يادې سيمې ته د مرستې په موخه روان وو، نو په لاره کې پرې څو ځايه بريدونه وشول.
دى وايي، چې وسله والو مخالفينو د خلکو له کورونو په ګټې اخيستنې سره پر افغان ځواکونو ډزې کولې.
حاجي ګل پاچا وايي، چې د دولتي ځواکونو له خوا هاوان يوه فير شوې مرمۍ د ده په کور کې لګېدلې ، چې له امله يې درې تنه ټپيان شوي دي.
هغه زياته کړه، چې په ټپيانو کې دده يوه وريندار، يوه لمسۍ او يو ١٢ کلن وراره شامل دي.
د هغه په وينا، د ښځو او ماشومې روغتيايي حالت ښه و، خو ماشوم ډېر ټپي شوى او د نورې درملنې په موخه پېښور ته لېږدول شوى دى.
د چپرهار ولسوالۍ يوه ډاکټر وويل، چې په هدياخېلو کې هم يوه مېرمن ټپي شوې ده.
د ننګرهار د والي وياند احمدضياءعبدالزي هم ياده پېښه تاييد کړې ، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې څه نه وايي.
خو د ننګرهار د ملکي روغتون رييس ډاکټر همايون زهير پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوى ته تېر ماښام مهال درې ملکي وګړي ، چې يوه يې ښځه او دوه ماشومان دي په ټپي حالت راوړل شوي دي.
هغه زياته کړه، چې د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړى دى.
خو د ياد روغتون يوه بل ډاکټر پژواک اژانس ته وويل، چې د پېښې له سيمې ورته اتنه تنه پوليس او د ملي اردو سرتېري هم ور وړل شوي دي.
ده زياته کړه، چې په ټپيانو کې دوه پوليس او شپږ د ملي اردو سرتېري شامل دي، چې د ټولو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.
بلخوا د ملي دفاع وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پرون په چپرهار ولسوالۍ کې د چاودنې له امله د ملي اردو يو سرتېرى وژل شوى دى.
وسله والو طالبانو تر اوسه د يادې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن