ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرنې وزارت پنځه مسلخونه او د پيازو ٧٠٠ زېرمې جوړوي

کرنې وزارت پنځه مسلخونه او د پيازو ٧٠٠ زېرمې جوړوي

author avatar
22 Jan 2014 - 15:02
کرنې وزارت پنځه مسلخونه او د پيازو ٧٠٠ زېرمې جوړوي
author avatar
22 Jan 2014 - 15:02

کابل (پژواک ٢ سلواغه ٩٢): د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت په روان کال کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې پنځه مسلخونه او د پيازو لپاره ٧٠٠زېرمې جوړوي.

دغه څرګندونې د کرنې او مالدارۍ وزير محمداصف رحيمي نن په کابل کې په هغې غونډه وکړې، چې له ٢٠١٣ څخه تر ٢٠١٦ ميلادي کال پورې د کرنيزو محصولاتو په برخه کې د فعاليتونو لپاره پر جوړ شوي پلان د بيا کتنې په موخه په کابل کې جوړه شوې وه.

د رحيمي په وينا، د کرنې او مالدارۍ وزارت په پام کې لري د روان ميلادي کال تر پايه د هېواد په هغو ولايتونو کې د پيازو ٧٠٠ زېرمې جوړې کړي، چې پياز په کې ډېر کرل کېږي.

هغه په دې اړه د جزئياتو له ورکولو پرته زياته کړه چې دغه زېرمې به له شلو تر پنځوسو ټنو پيازو د زېرمه کولو وړتيا ولري.

رحيمي وويل، چې د روان ميلادي کال تر پايه به د هېواد په بېلابېلو سيمو کې پنځه ستر مسلخونه جوړ شي، څو په مسلکي او فني ډول غوښه پروسس کړي.

د هغه په خبره، د دغه وزارت د پلان له مخې به د ننګرهار ولايت په څېر د هېواد په اوو نورو ولايتونو کې هم سړې خونې جوړې شي.

دغه راز دى وايي، چې د کرنې وزارت د چرګانو د ٦ زره فارمونو د جوړړلو تړون هم لاسليک کړى او ژر به يې د جوړېدو چارې پيل شي.

ده وويل، چې په افغانستان د کرنې په برخه کې پرمختګونه شوي دي.

دى وايي، چې هر کال په هېواد کې د غنمو د توليد کچه لوړېږي او سږ کال د وريجو، بادامو، انګورو او پنبې د توليد کچه د تېرکال په پرتله دوه برابره شوې ده.

هغه زياته کړه، چې درې کاله وړاندې په هېواد کې د باغونو کچه ٧٥ زره هکتاره وه خو اوس  ١٢١زرو هکتارو ته لوړه شوې ده.

دى وايي، چې ډېر ژر به د هېواد په ١٩ ولسواليو کې د مېوو د پروسس مرکزونه  هم جوړ شي.

د رحيمي په وينا، د کرنې او مالدارۍ وزارت د کرنيزي برخې د پياوړتيا په موخه دکرنې وجهي صندوق جوړ شوى، چې تر اوسه يې له لارې ٧٩ ميليونه امريکايي ډالر ترلاسه شوي چې له دې جملې څلوېښت ميليون ډالره بزګرانو او کوپراتيفونو ته ورکړل شوي دي.

د هغه په وينا، د باميانو او بدخشان ترڅنګ د هېواد په ځينو نورو ولايتونو کې د کچالوو د ساتلو  ١٣٠٠ زېرمې جوړې شوې دي.

هغه وويل، چې د هېواد د نورو برخو ترڅنګ د کرنې په برخه کې هم بايد د خصوصي سکتور له خوا ډېره پانګونه وشي، خو په ځينو سيمو کې د برېښنا، سړک او نورو بنسټونو د نه شتون له امله خصوصي سکټور په دې برخه کې لازمه پانګونه نه ده کړې.

دى وايي سره له دې چې د طبي نباتاتو په برخه کې هم لازمه پانګونه نه دې شوې، خو دغه وزارت د زعفرانو د ترويج لپاره هر کال تر دوه ميليون ډالرو لګوي.

په ياده غونډه کې د سوداګرۍ وزارت مرستيال متصل کومکي وويل، چې د افغانستان ٨٠ سلنه وګړي په کرنه بوخت دي او د هيواد د ملي عوايدو ٣٠ سلنه له کرنېزو محصولاتو  ترلاسه کيږي.

ده هم ټينګار وکړه، چې د کرنې په برخه کې بايد ډيره پانګونه وشي ترڅو د هيواد اقتصاد پرمختګ وکړي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.