ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغان کډوالو په اړه څلور اړخيزه غونډه جوړېږي

د افغان کډوالو په اړه څلور اړخيزه غونډه جوړېږي

author avatar
23 Jan 2014 - 16:21
د افغان کډوالو په اړه څلور اړخيزه غونډه جوړېږي
author avatar
23 Jan 2014 - 16:21

کابل (پژواک، ٣ سلواغه ٩٢ ) : ټاکل شوې ده، چې راتلونکې اونۍ په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان د کډوالو په اړه  څلور اړخيزه غونډه جوړه شي.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وياند اسلام الدين جرئت د سلواغې په ٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، ټاکل شوې وه، چې دا غونډه سبا په دوبۍ کې ترسره شي، خو د ځينو  تخنيکي ستونزو له امله راتلونکې اونۍ ته وځنډېډه.

هغه زياته کړه ، چې په راتلونکې غوڼده کې به دافغانستان د کډوالو چارو د وزير جماهير انوري په مشرۍ پلاوى ګډون وکړي ، چې پکې به د ولسي جرګې يو غړى او د بهرنيو چارو وزارت استازى هم شامل وي.

د نوموړي په وينا، دغه راز په دې غونډه کې به د پاکستان او ايران د سرحدونو او کډوالو وزارتونو لوړ پوړي استازي هم ګډون وکړي.

جرئت وويل چې په دې څلور اړخيزه غونډه کې به د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ استازي د افغان کډوالو پر ستونزو له اړوندو هېوادونو سره په تفصيل سره خبرې وکړي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د کډوالو  د عالي کمشنرۍ وياند نادر فرهاد پژواک اژانس ته ومنله، چې دا غونډه بلې اونۍ ته ځنډېدلې ده.

بلخوا د متحده عربي امارارتو د ( نېشن) په نامه رسنۍ خبر ورکړى، چې په دې غونډه کې به د افغانستان، پاکستان او ايران اړونده وزيران برخه اخلي.

سرچينې زياته کړې، چې دا د اړوندو هېوادونو ترمنځ ٢٤ مه کلنۍ غونډه ده، چې پکې به د افغان کډوالو پر ستونزو، ستنېدلو، دوى ته د کار د زمينې او نورو اسانتياوو  برابرولو په اړه    خبرې کېږي .

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ (يو اېن اېچ سي آر) وياند نېل ورايټ ويلي، دا غونډه په يوه داسې مهم وخت کې ترسره کېږي، چې دافغانستان ټولټاکنو ته درې مياشتې پاتې دي او بهرني ځواکونه هم له دغه هېواد څخه دوتلو په حال کې دي.

هغه زياته کړه : (( په بهرنيو هېوادونو کې مېشت افغان کډوال  انتظار باسي، چې له  ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې څه پېښېدونکي دي ، څو خپل هېواد ته بېرته ستانه شي.))

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.