جلال اباد (پژواک ٣ سلواغه ٩٢): د لغمان چارواکي وايي ، چې د وسله والو مخالفينو په يوه بريد کې د واليبال پنځه ځوان لوبغاړي، چې زده کوونکي هم وو، وژل شوي دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د سلواغې په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن د غرمې دوولس بجې د الينګار ولسوالۍ د سخرې په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د سخرې په کلي کې يو شمېر ځوانان چې د واليبال لوبه يې کوله، وسله والو مخالفينو پرې ډزې کړي او پنځه لوبغاړي يې وژلي دي.
دى وايي، چې وژل شوي لوبغاړي د ښوونځي زده کوونکي هم وو.
د لغمان والي ډاکتر فضل الله مجددي د پېښې د غندلو ترڅنګ دغه کار غير اسلامي او نا انساني بللى دى.
هغه زياتوي، چې د دې خاورې او وطن دښمنان په هېڅ ډګر کې د افغانستان پرمختګ نه شي زغملی، ځکه چې د هغه په وينا، په دې وروستيو کې د سپورت په برخه کې له لاسته راوړنو او پرمختګونو سره سم وسله والو په لوبغاړو هم بريدونه پيل کړي دي.
د يادونې ده، تېره اونۍ د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د وسله والو په يوه بريد کې د فوټبال درې تنکي لوبغاړي وژل شوي وو.
ځايي چارواکو د دغه بريد مسووليت پر وسله والو مخالفينو اچولى و، خو وسله والو طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره دا ادعا رد کړې وه.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن