مزار شریف ، جلال اباد (پژواک، ۴ سلواغه ۹۲ ) د بلخ ولايت امنيتي مسوولين وايی، چې درې وسلوال مخالفين وژل شوي او د ملا جانک په ګډون شپږ تنه ژوندي نيول شوي دي.
د بلخ ولايت د امنيه قومنداني وياند لال محمد احمدزي د سلواغې په ۴مه، پژواک ته وويل، چې د دغه ولايت په شولګر ولسوالۍ کې يې د يو لړ تصفيوي عملياتو په ترڅ کې د وسلوالو مخالفينو درې تنه وژلي او د يوه قوماندان په ګډون يې شپږ تنه وسلوال ژوندي نيولي دي.
نوموړي زياته کړه، چې عمليات د طالبانو لخوا د يوه ځوان له وژل کېدو وروسته پيل شول.
د هغه په وينا، نن سهار وسلوالو مخالفينو د شولګر ولسوالۍ له آب تاوه کلي څخه یو اتلس کلن ځوان تښتولی و، چې په مرميو له وژل کېدو وروسته يې سوځولی و.
احمدزي وويل، چې پولیسو د جسد له موندلو وروسته په ياده سيمه کې عملیات پيل کړل، چې په پايله کې یې د مخالفينو درې تنه ووژل شول او د ملاجانک په نوم د يوه مشهور قومندان په ګډون شپږ تنه ونيول شول.
نوموړي زياته کړه، چې له نیول شویو وسلوالو سره پنځه ميله وسلې او پنځه موټرسایکلونه هم نیول شوي دي.
د هغه په وينا، دمګړي په سيمه کې امنيتي حالت د ډاډ وړ دی.
تېره اونۍ د بلخ ولايت په نهرشاهي ولسوالۍ کې هم د امنيتي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې د وسلوالو طالبانو يو قومندان وژل شوی او درې وسلوال ټپيان شوي وو.
خو وسلوالو طالبانو تر اوسه دیادو عملیاتو او د ځوان دسوځولو په اړه څه نه دي ویلي.
دیوه بل خبر له مخې نن ناوخته د کابل – جلال اباد پر لویه لاره دلغمان ددرونټې په سیمه کې پر یوه ملکي موټر چاودنه شوې ده.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک ویلي چې په دې چاودنه کې یو تن وژل شوی او بل تن ټپي دی.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن