ميمنه (پژواک ٤ سلواغه ٩٢): په فارياب ولايت کې د لويو لارو د پوليسو پر پوستې د وسله والو په بريد کې ٦پوليس وژل شوي او څلور نور ژوبل دي.
دا پېښه نن سهار (د سلواغې ٤مه) د دغه ولايت په قيصار ولسوالۍ کې رامنځته شوى ده.
د قيصار ولسوال عبدالجميل صديقي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وسله والو طالبانو د دوابې په سيمه کې د لويې لارې پر پوستو بريدونه وکړل، چې له امله يې ٦ پوليس وژل شوي او څلور نور ژوبل دي.
هغه زياته کړه، چې تر يادې مرګ ژوبلې وروسته هم په سيمه کې جګړه روانه وه.
د فارياب د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمدنعيم پژواک اژانس ته وويل، چې وسله والو طالبانو د پوليسو پوستې نيولې، خو د پوليسو له مرګ ژوبلې يې بې خبري وښوده.
دى وايي، چې اوس يې سيمې ته تازه دم ځواک لېږلى دى.
د نوموړي په وينا، وسله والو په سيمه کې ماينونه ځاى پر ځاى کړي او څو چې ملي اردو له پوليسو سره مرسته ونه کړي، نو د يادو پوستو د برخليک په اړه څه نه شي ويلى.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن