ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فارياب په قيصار کې شپږ پوليس ووژل شول

د فارياب په قيصار کې شپږ پوليس ووژل شول

author avatar
24 Jan 2014 - 15:36
د فارياب په قيصار کې شپږ پوليس ووژل شول
author avatar
24 Jan 2014 - 15:36

ميمنه (پژواک ٤ سلواغه ٩٢): په فارياب ولايت کې د لويو لارو د پوليسو پر پوستې د وسله والو په بريد کې ٦پوليس وژل شوي او څلور نور ژوبل دي.

دا پېښه نن سهار (د سلواغې ٤مه) د دغه ولايت په قيصار ولسوالۍ کې رامنځته شوى ده.

د قيصار ولسوال عبدالجميل صديقي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وسله والو طالبانو  د دوابې په سيمه کې د لويې لارې پر پوستو بريدونه وکړل، چې له امله يې ٦ پوليس وژل شوي او څلور نور ژوبل دي.

هغه زياته کړه، چې تر يادې مرګ ژوبلې وروسته هم په سيمه کې جګړه روانه وه.

د فارياب د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمدنعيم پژواک اژانس ته وويل، چې وسله والو طالبانو  د پوليسو پوستې نيولې، خو د پوليسو له مرګ ژوبلې يې بې خبري وښوده.

دى وايي، چې اوس يې سيمې ته تازه دم ځواک لېږلى دى.

د نوموړي په وينا، وسله والو په سيمه کې ماينونه ځاى پر ځاى کړي او څو چې ملي اردو له پوليسو سره مرسته ونه کړي، نو د يادو پوستو د برخليک په اړه څه نه شي ويلى.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.