ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې چاودنې دوه ملکي وګړي ټپيان کړل

کابل کې چاودنې دوه ملکي وګړي ټپيان کړل

author avatar
25 Jan 2014 - 19:41
کابل کې چاودنې دوه ملکي وګړي ټپيان کړل
author avatar
25 Jan 2014 - 19:41

لومړى تعقيب – کابل (پژواک ٥ سلواغه ٩٢): د کورنيو چارو وزارت وايي، چې څو شېبې وړاندې د کابل ښار په يوولسمې امنيتي حوزه کې د ماين چاودنه شوې ده.

د ياد وزارت وياند غلام صديق صديقي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياده پېښه نن (د سلواغې پنځمه) د ماخوستن په اووه او شل دقيقو د خيرخانې د قلعه نجارا د دوهم نمبر حمام سيمه کې رامنځ ته شوې ده.

د ده په خبره، سيمې ته پوليس رسېدلي او د پېښې په اړه څېړنې کوي.

خو د کابل د امنيه قوماندانۍ وياند حشمت ستانکزى وايي، چې دا ماين په يوه ګلدان کې ځاى پرځاى شوى و، چې له امله يې دوه ملکي وګړي چې په لاره تېرېدل، ټپيان شوي دي.

هغه پژواک ته زياته کړه، لا نه ده جوته چې د دې پېښې موخه څوک وو، خو په اړه يې د پوليسو پلټنې روانې دي او اوسمهال وضعيت نورمال دى.

 

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.