ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست ښار کې چاودنې پوليسو ته مرګ ژوبله واړوله

خوست ښار کې چاودنې پوليسو ته مرګ ژوبله واړوله

author avatar
26 Jan 2014 - 14:03
خوست ښار کې چاودنې پوليسو ته مرګ ژوبله واړوله
author avatar
26 Jan 2014 - 14:03

خوست (پژواک٦ سلواغه ٩٢): چارواکي وايي، چې په خوست ښار کې چاودنې دوه پوليس وژلي او دوه نور ټپيان دي.

دغه پېښه نن غرمه مهال يوولس بجې د خوست ښار په ختيځ کې د هندوانو کلا تر څنګ  رامنځته شوې ده.

د خوست امنيه قوماندان سمونوال فيض الله غيرت دا مني، چې پر پوليسو چاودنه شوې او مرګ ژوبله يې اړولې، خو د نورو جزئياتو له ورکړې ډډه کوي.

 خو د پېښې عيني شاهدان وايي، چې يو شمېر موټر سپرو وسله والو پر پوليسو ډزې وکړې.

محمد سيم، چې د هندوانو کلا تر څنګ د سبزۍ په منډيي کې غرفه لري، پژواک اژانس ته وويل، پوليسو تلاشي کوله چې له سراچه موټر څخه ډزې پرې وشوې او بريد کوونکي په خپل موټر کې وتښتېدل.

د خوست د ملکي روغتون رييس ډاکټر مجيد منګل پژواک اژانس ته وويل، نن غرمه مهال له يادې پېښې وروسته روغتون ته پنځه پوليس ور وړل شوي، چې دوه يې وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

هغه وويل، چې ټپيان تر درملنې لاندې دي، خو د روغتيايي وضعيت په اړه يې تر اوسه څه نشي ويلى.

تر دې مهاله د پېښې مسووليت  چا پر غاړه نه ده اخيستې.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.