ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت: امريکا دې د سولې پر وړاندې خنډونه په ګوته کړي

author avatar
27 Jan 2014 - 20:27
author avatar
27 Jan 2014 - 20:27

کابل (پژواک ٧سلواغه ٩٢): د افغانستان حکومت وايي، دوى له امريکا څخه غوښتي، که د سولې د عملي پروسې په برخه کې مرسته نه شي کولى، نو دغه خبره دې رسمًا اعلان کړي.

دا څرګندونې د ولسمشر حامدکرزي وياند ايمل فيضي د سلواغې په ٧مه په ارګ کې له خبريالانو سره په ناسته کړې وکړې.

ده وويل، د افغانستان حکومت د مخکې په څېر د امنيتي سند د لاسليک په برخه کې په خپلو شرايطو، چې د امريکا له خوا د سولې پروسې عملي پيل او د افغانانو پر کورونو د عملياتو بندېدل دي، ولاړ دى.

ده زياته کړه، د افغانستان حکومت په بېلابېلو ناستو کې له امريکايي چارواکو غوښتي، چې که امريکا نه شي کولى، د افغانستان د سولې په عملي پروسه کې مرسته وکړي، نو دا دې رسمًا اعلان کړي، چې د کومو لاملونو له امله په دغې پروسه کې مرسته نه شي کولى.

د فيضي په خبره، کله چې امريکا د سولې د عملي پروسې پر وړاندې پراته خنډونه دوى ته په ګوته کړي، چې يا پاکستان ورسره همکاري نه کوي او يا هم طالبانو نه غواړي، چې د سولې خبرو ته کېني او دغه خبره رسمًا اعلان کړي او په دې اړه وضاحت وشي، نو په هغه صورت کې به بيا ولسمشر د امريکا دغه خبره د افغانستان له خلکو سره شريکه کړي، ترڅو هغوى ته معلومه شي، چې څوک په افغانستان کې سوله نه غواړي.

ده وويل، که امريکا د سولې پروسې په عملي برخه کې له افغانستان سره مرسته نه شي کولى، دا خو کولى شي، چې د سولې پر وړاندې خنډونه په ګوته کړي، چې د چا له خوا پراته دي.

د فيضي په خبره: ((د سولې د پروسې عملي پيل په دې خاطر غواړو، چې په افغانستان کې د جنګ بهانه ختمه شي.))

نوموړي وويل، دلته په افغانستان کې د ناامنيو مختلف لاملونه دي، چې طالبان او بهرني استخبارات په کې شامل دي.

 دغه راز فيضي وويل، چې ولسمشر حامدکرزي نن په کابل کې د امريکا له سفير جېمز کننګهم او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو له عمومي قوماندان ډانفورډ سره په ارګ وکتل.

هغه زياته کړه، په دې ليدنه کې يادو امريکايي چارواکو سره په افغانستان کې د سولې د پروسې د عملي پيل په اړه خبرې وشوې، چې څه ډول دغه پروسه مخ ته يوړل شي.

د ده په خبره، د دې ترڅنګ په دې ناسته کې د کابل په ګډون په يو شمېر ولايتونو کې د وروستيو رامنځته شويو پېښو او ناامنيو په اړه هم خبرې وشوې.

نوموړى وايي، ولسمشر افغان امنيتي چارواکو ته لارښوونه کړې، چې د وروستيو ناامنيو په اړه څېړنه وکړي، عوامل يې معلوم کړي او امنيتي ځواکونه په خپلو کې لاښه همغږي شي.

فيضي همدارنګه د بګرام له زندان څخه د ځينو خوشې کېدونکو بنديانو په اړه د ايساف هغه څرګندونې، چې د دغو بنديانو خوشې کول يې غندلي و، رد کړې او ويې ويل ، دغه بنديان له امريکا سره د مخکيني شوي تفاهم، د بنديانو په اړه د ملي امنيت ادارې د څېړنو او د ولسمشر په مشرۍ د عدلي او قضايي غونډې د پرېکړې په رڼا کې خوشې کېږي او د کومو بنديانو په اړه چې د جرم دوسيې پرتې دي، هغه به د لويې څارنوالۍ له لوري څېړل کېږي او د قانون پربنسټ به مجازات کېږي.

ده وويل، د بګرام زندان د ٨٨ بنديانو د خوشې کېدو په اړه له لومړي سره امريکا مخالفت درلود، خو زياته يې کړه، چې دا د افغانستان د حکومت واک دى چې د خپلو بنديانو د دوسيو په اړه تحقيق وکړي او د قانون په رڼا کې يې په اړه تصميم ونيسي.

ده وويل، چې بهرنيان هيڅ حق نه لري، چې افغانان ونيسي، بنديان يې کړي او دوى دې خپل زندان ولري.

ده وويل: ((د بګرام زندانيانو په اړه د ايساف اعلاميه په شديده توګه ردوو.))

بل خوا ايمل فيضي د پروان ولايت د سياه ګرد د پېښې په اړه د امريکايۍ ورځپاڼې نيويارک ټايمز خپور شوى مطلب سياسي او د امريکا د ګټو په موخه وباله.

نيويارک ټايمز راپور ورکړى و، چې د پروان په پېښه کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې شمېر لږ او د مړو په انځورونو کې د مخکنيو پېښو، چې په نورو ولايتونو کې رامنځته شوي، د مړيو زاړه انځورونه ايښودل شوي او خلکو ته ښکاره شوي دي.

خو فيضي وايي، هر کله افغانستان له امريکا سره په کومه موضوع اختلاف پيدا شوى او موضوع حساس شوې، نو بيا امريکايي رسنيو د خپل حکومت په پلوۍ دغه ډول راپورنه خپاره کړي، ترڅو ذهنونه د موضوع په اړه بدل کړي.

ده وويل چې د پروان په پېښه کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې شمېر، چې ټپيان يې د کابل په ايمرجنسي روغتون کې دي، د مړو شمېر، عمرونه يې، انځورونه يې، وېډيو يې او د قربانيانو ورثه ټول معلوم دي، چې هر څوک کولى شي په اړه يې پلټنه وکړي.

ده وويل چې په دې پېښه کې د ملکي وګړو په له لسو ډيرو انځورونو کې د هغه انځور په اړه، چې ويل کېږي د کومې زړې پېښې دي او په دوسيه کې له نورو عکسونو سره ايښودل شوى، په جدي توګه څېړنې کوي.

نوموړي زياته کړه، بهرنيو ځواکونو تل هڅه کړې، چې د عملياتو پرمهال د ملکي وګړو مرګ ژوبله يا پټه کړي او يايې لږ وښيي، نو په همدې موخه د افغانستان دولت بيا د دغه ډول پېښو د څېړنې لپاره له څو ارګانونو ټاکل شوى پلاوى لېږي، ترڅو حقيقت پيدا شي.

ده وويل، نيويارک ټايمز غوښتل، چې د دغه عکس په موضوع سره د پېښې حقيقت او موضوع بدله کړي، خو د افغانستان د دغې پېښې د ملکي تلفاتو په اړه کره معلومات په لاس کې لري.

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.