اسعداباد (پژواک ٧ سلواغه ٩٢): په کونړ کې د ليکوال او ديني عالم مولوي عبدالخالق اخلاص د ١١٥ مې کاليزې په وياړ يو ورځنی سيمينار جوړ شو.
دغه سيمينار د ولسمشر د فرهنګي چارو سلاکار زلمي هېواد مل په لار ښوونه تېره ورځ د کونړ په مرکز کې جوړ شوی و، چې په کې يو شمېر علمي څېرو، استاد حبيب الله رفېع، د ملي راډيو تلويزيون عمومي رييس زرين انځور او د علومو اکاډمۍ يو شمېر غړو او د پوهنتون استادانو په کې برخه اخيستې وه.
د سيمينار د پيل پر مهال د کونړ والي شجاع الملک د مولوي اخلاص د سيمينار په اړه د ولسمشر کرزي پيغام ولوست، نوموړي د دې ډول څېرو په اړه د عملي غونډو د جوړېدو هر کلى وکړ، زياته يې کړه چې په دې اړه بايد ورته سيمينارونه نور هم جوړ شي.
وروسته د سيمينار د ګډونوالو له لوري د نوموړي د شخصيت او کار په اړه ليکلې مقالې هم ولوستل شوې.
ليکوال او ژورنالېست نعمت الله کرياب پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د عملي څېرو بايد تل يادونه او ستاينه وشي.
هغه زياته کړه، چې د مولوي اخلاص په څېر شخصيتونه بايد له پامه ونه غورځول شي او نوم يې ژوندى پاتې شي.
مولوي عبدالخالق اخلاص په ۱٢۸۰ لمريز کال د کونړ د وټه پور ولسوالۍ په دهوز کلي کې زېږيدلی، نوموړي په ۱۸ کلنۍ کې د استقلال په جګړه کې فعاله ونډه اخيستې وه.
مولوي اخلاص په ۱۳۱۰ کال په ملي شورا کې د کونړ د خلکو استازی و، په ۱۳۱۶ کال کې د پښتو ټولنې غړی، همدارنګه په دغو کلونو کې د مشرق ورځپاڼې مرستيال هم پاتې شوی دى.
مولوي عبدالخالق اخلاص په ۱۳۵۷ کال کې پر افغانستان د شوروي د يرغل له امله پاکستان ته کډوال شو، نوموړي د کډوالۍ پر مهال١٢ اثار ليکلي، چې ځينې يې ناچاپ دي.
په ١٣٦٧ کال کې د ورپېښې ناروغۍ له امله د پښتونخوا په صوابۍ کې وفات شو او مړى يې هم هلته خاورو ته وسپارل شو.
د سيمينار په وروستۍ برخه کې د مولوي اخلاص لمسي عبدالمختار اخلاص د سيمينار پرېکړه ليک ولوست، چې له دولت څخه په کې غوښتل شوى و،چې د مولوي اخلاص په نوم دې يو ښوونځى جوړ شي، ناچاپ اثار دې چاپ شي، د نوموړي مړى دې له پاکستانه خپل هېواد ته راوړل شي او د سيمينار مقالې دې په کتابي بڼه چاپ شي.
د ليکوال او څېړونکي استاد محمداصف صميم له لوري د سيمينار ارزونه وشوه او د سيمينار ګډونوالو ته يې ژمنه ورکړه، چې مقالې به يې په کتابي بڼه چاپ شي.
Views: 24
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن