کندهار (پژواک، ٧ سلواغه ٩٢): په کندهار ښار کې يوه ځانمرګي بريدکوونکي هدف ته تر رسېدو وړاندې ځان ته چاودنه ورکړه، چې په کې يو پوليس ووژل شو.
د کندهار ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند ضيا دراني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پېښه نن ماښام د ٥:٣٠ بجو په شاوخوا کې د ښار د څلورمې ناحيې اړوند د ميرويس نيکه لېسې ته څېرمه وشوه.
هغه زياته کړه، په دغه سيمه کې د اتم ماموريت پوليس په تلاشي بوخت وو، چې پر موټرسايکل سپور ځانمرګى بريد کوونکى يې پېژندلى او هغه ته يې د درېدو امر وکړ.
دى وايي، ځانمرګي بريد کوونکي پرته له دې چې ودرېږي، ځان ته يې چاودنه ورکړه، چې په پايله کې د هغه تر څنګ يو پوليس هم ووژل شو.
درانى وويل، چې په دغه پېښه کې ملکي وګړو ته هيڅ راز زيان نه دى اوښتى.
د څلورمې ناحيې يوه اوسېدونکي نور احمد پژواک ته وويل، خپل کور ته پر لاره و، چې ناڅاپه يې د چاودنې غږ واورېد.
دى وايي، د پېښې په ځاى کې ډېره ګڼه ګوڼه نه وه او يواځې يو پوليس په کې وژل شوى دى.
د دغې پېښې مسووليت تر دې مهاله چا پر غاړه نه دى اخيستى.
د يادونې ده، چې څو ورځې وړاندې د کندهار په ژيړۍ ولسوالۍ کې د ايساف پر پوځي مرکز د نهو ځانمرګو بريد کوونکو له خوا ډله ييز بريد هم وشو، چې په کې د ايساف يو سرتېرى او دوه ملکي وګړي وژل شوي وو.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن