ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عمراني: په ننګرهار کې له ښځو سره مرستې کمې شوي

عمراني: په ننګرهار کې له ښځو سره مرستې کمې شوي

author avatar
28 Jan 2014 - 17:51
عمراني: په ننګرهار کې له ښځو سره مرستې کمې شوي
author avatar
28 Jan 2014 - 17:51

 جلال اباد (پژواک ٨ سلواغه٩٢): د ننګرهار د ښځو چارو رياست چارواکي وايي چې سږ کال د ښځو په برخه کې د مرستندويه موسسو مرستې کمې شوې دي.

  ځايي مسوولين وايي، که څه هم د تېرو دوو کلونو په پرتله سږ کال د ښځو په برخه کې د بهرنيو بنسټونو مرستې څو چنده کمې شوې خو زياتوي چې يو شمېر افغان مېرمنې اوس د کوچنيو فابريکو څښتنې شوې دي.

 د ننګرهار د ښځو چارو رييسې انيسې عمراني د سلواغې په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، هغه مرستندويه ادارې چې له دوى سره يې د ښځو د ظرفيت لوړونې په برخه کې مرستې کولې اوس مهال پنځوس سلنه راکمې شوې دي.

 نوموړې وايي، چې بهرنيو بنـسټونو له دوى سره لنډمهالې مرستې او پروژې پلې کېي، خو سږ کال هر څه په ټپه درېدلي، چې دومره ګټورې نه دې ثابت شوې.

 عمراني زياته کړه: ((له موږ سره د يو، اېن، ډي، پي، ايډيانيو او يو، اېس، اې، اى، ډي پروژې وې، چې د ښځو په برخه کې مو عملي کولې خو په روان کال کې يې مرستې ډېرې راکمې شوې دي.))

 د هغې په وينا، له پخوانيو پروژو ګڼې لاسته راوړنې لري، چې سلګونو ښځو ته په کې د کار زمينې برابرې شوې دي.

 د ښځو چارو رييسې زياته کړه، چې يو شمېر ښځو حرفوي زده کړې ترلاسه کړې او ډېرى يې اوس پر ځان بسيا دي او په خپلو کورونو کې کارونه کوي.

د ننګرهار د ښځو چارو رياست د اقتصاد مديرې ضياءګل پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ١٣٩١ کال لپاره کومې مرستې چې له دوى سره شوې، پايله يې ډېره مثبته وه، خو په ١٣٩٢ کال کې مرستې بېخي د صفر برابر دي.

 نوموړې وايي، چې په ١٣٩٠ کال کې يې ١١٢٠٠ ښځو ته حرفوي زده کړې ورکړې او هم يې يادو ښځو ته د کار زمينې برابرې کړې وې.

 هغه وايي: ((په ١٣٩١ کال کې مو ١٢٧٠٠ ښځو ته حرفوي زده کړې ورکړې او هم مو ورته د کار زمينه برابره کړې وه.))

 ضياءګل وويل، چې د ١٣٩٢ کال لپاره ورسره مرستندويه موسسو مرستې بندې کړې، چې د حرفوي زده کړيالانو شمېر يې د ١٣٩١ کال نيمايي ته هم نه رسېږي.

 هغې وويل: ((موږ په تېرو کلونو کې ښځوته د پنير جوړولو، خياطۍ، چرمه دوزۍ، اچار او مربا جوړول، د شاتو مچيو روزل او سواد زده کړو کورسونه داير کړي چې اوس يې يو شمېر په عملي ډګر کې پر کار بوختې دي.))

 د ښځو چارو رياست دې کارمندې زياته کړه چې په عمومي ډول ښځو ته د کار زمينې نه دې برابرې شوې، خو يو شمېر مرستندويه موسسو ورسره ژمنې کړې چې په روان ٢٠١٤ کال کې به خپلو پاليسيو ته بدلون ورکوي او يو ځل بيا به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

 د ننګرهار ولايت د بهسود ولسوالۍ يوې اوسېدونکې روبينې چې د ښځو چارو رياست له حرفوي زده کړو فارغه شوې پژواک ته وويل، چې اوس کولى شي له خپل خاوند سره اوږه په اوږه د خپل کور د اقتصاد پياړي کولو لپاره کار وکړي.

 هغې زياته کړه، چې له ښځو سره بېلابېلو مرستندويه موسسو مرستې کړې خو مرستې يې بنسټيزې نه دي.

روبينه وايي: ((که چېرې له ښځو سره بنسټيزې مرستې وشي او د کار زمينه ورته برابره شي نو په راتلونکي کې به موږ د مرستو اړ ونه اوسو.))

 په ننګرهار کې له ښځينه بنسټونو سره مرستې په داسې حال کې کمې شوې چې له يوې خوا بهرني ځواکونه له هېواده وځي او هم حکومت د راتلونکو ټاکنو لپاره تيارى نيسي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.