لښكرګاه (پژواك ۸ سلواغه ٩٢): د هلمند امنيتي چارواکي وايي، چې په ځينو امنيتي پېښو کې يو ملکي وګړى او شپږ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د هلمند د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونوال عبدالا حد چوپان د سلواغې په ٨مه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ ناوخته د مارجې ولسوالۍ په قاري صدي سيمه كې درې وسله وال د ماين خښولو پر مهال د خپل ماين چاودنې ووژل.
نوموړي وويل، تېره شپه د ګرشك ولسوالۍ د نهر سراج په سره ښاخ او ګوبند سيمو كې د پوليسو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړه كې درې وسله وال وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
چوپان زياتوي، چې د همدې جګړې پر مهال ۴۵ ماينونه، ۱ كلاشينكوف او سل كيلوګرامه خام چرس هم پوليسو نيولي دي، خو وايي چې پوليسو ته زيان نه دى اوښتى.
دغه راز د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول زياته كړه، چې تېر ماښام د لښكرګاه ښار په ساپيانو سيمه كې يو صراف تر لمانځه وروسته د نامعلومو كسانو له خوا وژل شوى دى.
د ده په خبره،د وژل شوي صراف محب الله د وژنې لامل نه دى معلوم خو پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.
طالب وياند قاري يوسف احمدي د نهر سراج په يخچال سيمه كې د جګړې پر مهال د ۶ دولتي سرتېرو د وژلو ادعا كړې، خو دولتي چارواكي يې نه مني.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن