ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د ملي مصالحې او عمومي بښنې قانون دې لغوه شي”

author avatar
29 Jan 2014 - 16:52
author avatar
29 Jan 2014 - 16:52

کابل (پژواک ٩ سلواغه ٩٢): مدني ټولنو د ملي مصالحې او عمومي بښنې قانون د لغوه کېدو غوښتنه وکړه او په هېواد کې يې د انتقالې عدالت پر پلي کېدو ټينګار وکړ.

د ملي مصالحې او عمومي بښنې قانون د ١٣٨٧ کال د غويي په مياشت کې ملي شورا تصويب کړ او وروسته ولسمشر توشېح کړ.

د دغه قانون له مخې ټول سياسي طرفونه او متخاصم اړخونه چې له موقتې ادارې (١٣٨١کال) مخکې يې له يو بل سره نښتې کړي، د ملي مصالحې په پروګرام او عمومي عفوه کې شاملېږي او له عدلي او قضايي تعقيب څخه خوندي دي.

خو په دغه قانون کې راغلي، چې دغه حکم د شخص له خوا پر شخص باندې د فردي جرمونو په برخه کې حق العبدي او جزايي دعوه نه اخلالوي.

 خو له ١٣٨٨ کال راهيسې يو شمېر مدني ټولنې هر کال د انتقالي عدالت د پلي کېدو په موخه کمپاين پر لاره اچوي.

سږ کال هم ٣٤ مدني ټولنو په همدې موخه کمپاين پر لاره اچولى، چې په ترڅ کې يې نن د يادو ټولنو او قربانيانو د کورنيو غړو په کابل کې په يوه ناسته کې د انتقالي عدالت د پلي کېدو غوښتنه وکړه.

د افغانستان د اساسي حقونوپه نوم د مدني ټولنې مشر محمدرحيم جامي په ياده غونډه کې وويل، چې له دغه کمپاين څخه اساسي موخه د خلکو له لوري د عدالت غوښتنه او د مدني ټولنو له خوا پر دولت فشار راوړل دي تر څو په هېواد کې انتقالي عدالت پلى کړي.

جامي وايي، چې مدني ټولنې هر کال د يوې اونۍ لپاره بېلابېلې غونډې، لاريونونه او نور مدني حرکتونه ترسره کوي تر څو حکومت د انتقالي عدالت د پلي کولو لپاه ژمن شي.

په ياده غونډه کې د مدني ټولنې بل استازي اجمل بلوچ زاده وايي، تر اوسه په هېواد کې انتقالي عدالت نه دى پلى شوى او حکومت د انتقالي عدالت د پلي کېدو لپاره عملي ګامونه نه دي پورته کړي.

هغه زياته کړه: ((موږ بايد دا ځل په ټاکنو کې هغو کسانو ته رايه ورکړو، چې په هېواد کې انتقالي عدالت پلى کوي.))

د قربانيانو د کورنيو له غړو نجيبې اوباني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوى هم له دولت څخه کلکه غوښتنه کوي، چې په هېواد کې انتقالي عدالت پلى کړى څو هغه کسان د محاکمې مېز ته کش کړل شي، چې په تېرو جګړو کې يې بې ګناه کسان وژلي دي.

هغې له حکومت څخه هم وغوښتل، چې د قربانيانو له کورنيو سره مرستې وکړي او له وسله والو مخالفينو سره د سولې په پروسه کې قربانيان له ياده ونه باسى.

يادو مدني ټولنو نن يوه اعلاميه هم خپره کړه.

 په اعلاميه کې هم راغلي: ((د سولې په پروسه کې د قربانيانو له ياده ايستل به د دې لامل شي، چې يو ځل بيا خلک قرباني ورکړي.))

په ياده اعلاميه کې له نړيوالې ټولنې غوښتنه شوې، چې د سولې له داسې پروسې ملاتړ ونه کړي، چې د بشري حقونو ارزښتونو ته په کې پاملرنه نه وي شوي.

په اعلاميه کې، د ملي مصالحې او عمومي بښنې قانون د لغوه کېدو د غوښتنې تر څنګ راغلي، چې دولت بايد د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون په مرسته د بشري حقونو د نقض موارد وڅېړل شي او عاملين يې د قانون منګولو ته وسپاري.

په اعلاميه کې راغلي، چې دولت بايد سولې ته د رسېدو او د انتقالي عدالت د پلي کولو لپاره د افغانستان له حقوق پوهانو، د بشري حقونو له فعالينو، مدني ټولنو او ديني عالمانو څخه يو خپلواک کمېسيون جوړ کړي.

دغه راز په اعلاميه کې د بشري حقونو له خپلواک کمېسيون څخه غوښتل شوي، چې د جنګي مجرمينو په اړه جوړ شوى راپور هر څه ژر خپور کړي.

خو د ياد کمېسيون وياند رفېع بيدار پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد راپور تر اوسه خپل وروستي حد ته نه دى رسېدلې.

هغه زياته کړه: ((په دغه راپور کې يو شمېر کسان په تورن حالت کې دي او تر څو يې محکمې په اړه پرېکړه نه وي کړې، موږ نه شو کولاى دغه راپور خپور کړ و.))

بيدار وايي، چې دولت هم بايد د ياد راپور په جوړولو او خپرولو کې د بشري حقونو له کمېسيون سره مرسته وکړي.

د مدني ټولنو په اعلاميه کې له مدني ټولنو غوښتنه شوې، چې په دولت او نورو ارګانونو بايد يواځې نيوکې ونه کړي او د انتقالي عدالت د پلي کولو په برخه کې عملي لارې چارې وړاندې کړي.

په دې اعلاميه کې راغلي، چې په افغانستان کې مېشت نړيوال ځواکونه بايد د پوځي عملياتو پر مهال له نړيوالو قوانينو سره سم د ملي وګړو د ژوند خونديتوب ته جدي پاملرنه وکړي.

دغه راز مدني ټولنو د دولت له وسله والو مخالفينو هم غوښتي، چې د استوګنو له سيمو د سپر په توګه ګټه پورته نه کړي او ځانمرګي بريدونه ترسره نه کړي ځکه، چې له امله يې عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.

د يادو ټولنو په اعلاميه کې له خلکو غوښتنه شوې، چې په راتلونکو ټاکنو کې هغو کسانو ته رايه ورکړي چې ښه مديريت ولري او وکولاى شي چې عدالت تامين کړي.

ټاکل شوې چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکې کال د وري په ١٦مه ترسره شي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.