ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا بيا پر امنيتي سند د ژر لاسليک غوښتنه وکړه

امريکا بيا پر امنيتي سند د ژر لاسليک غوښتنه وکړه

author avatar
30 Jan 2014 - 12:10
امريکا بيا پر امنيتي سند د ژر لاسليک غوښتنه وکړه
author avatar
30 Jan 2014 - 12:10

واشنګټن (پژواک ١٠ سلواغه ٩٢): سپينې ماڼۍ يو ځل بيا له افغان حکومته وغوښتل ، چې په راتلونکو څو اونيو کې امنيتي سند لاسليک کړي او تر ټاکنو وروسته يې دې نه ځنډوي.

په سپينه ماڼۍ کې د امريکا د ملي امنيت د سلاکار مرستيال بين روډز پرون په يوه خبري غونډه کې يو ځل بيا ټينګار وکړ، چې تر ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې د پاتې کېدونکو امريکايي ځواکونو د پلانونو لپاره اړينه ده، چې امنيتي سند ژر تر ژره لاسليک شي.

هغه زياته کړه، چې افغان حکومت بايد دغه سند تر راتلونکو اونيو لاسليک کړي او تر ټاکنو دې نه ځنډوي.

د ملي امنيت د سلاکار مرستيال دا يو ښه سند وباله او زياته يې کړه، چې د دغه سند لاسليک د دواړو هېوادونو په ګټه دى.

بين روډز وويل، چې پر امنيتي سند خبرې اترې بشپړې شوي او پر موادو يې اتفاق هم شوى، نور په کې بدلون نه شي راتلى.

د يوې پوښتنې په ځواب کې نوموړي زياته کړه، چې تر ټاکنو وروسته امنيتي سند لاسليکول به د امريکا لپاره ښه پايله ونه لري.

د امريکا او افغانستان تر منځ پر امنيتي سند خبرې اترې يو نيم کال مخکې پيل شوې وې، دواړو لورو پر دې موافقه وکړه او مشورتي لويې جرګې هم د دغه سند لاسليک کول له يو لړ وړانديزونو سره تاييد کړل.

خو ولسمشر حامد کرزي د دغه سند له لاسليکه مخکې پر امريکا د سولې په پروسه کې د عملي همکارۍ او د عملياتو پر مهال د خلکو پر کورونو د نه ننوتو شرطونه اېښي دي.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما پرون په خپلې کلنۍ وينا کې په ډاګه کړه، چې که افغانستان سند لاسليک کړي، نو دوى به په کم شمېر سرتېري په افغانستان کې پرېږدي.

د بارک اوباما په وينا کې د افغانستان او امنيتي سند په اړه لکه څه ډول چې اټکل کېده، تندې او تېزې خبرې نه وې.

ولسمشر حامد کرزي هم پرون د يوې اعلاميې په خپرولو د ولسمشر اوباما د خبرو هرکلى وکړ او ستاينه يې وکړه، چې د امنيتي سند لپاره يې نوى مهالوېش ونه ټاکه.

د کابل او واشنګټن تر منځ پر امنيتي سند د وروستيو سختو دريځونو او تندو جملو تبادلې وروسته دا لومړى ځل دى ، چې د دواړو لورو له خوا نرمې څرګندونې کېږي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.