کابل (پژواک ١٠ سلواغه ٩٢): ولسمشر کرزي لارښوونه کړې، چې د بې کيفيته تېلو د واردېدو او تش په نوم د تصيفه خونو په اړه څېړنه وشي او هېواد ته د بې کيفيته تېلو د واردېدو د مخنيوي په لاره کې په جدي اقدام لاس پورې شي.
د ولسمشرۍ په يوه خبرپاڼه کې چې يوه کاپي يې پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې راغلي، حامد کرزي د نفت او ګازو له يو شمېر سوداګرو سره پرون په ارګ کې وکتل او د دوى د ستونزو او وړانديزونو په اړه يې ورسره خبرې وکړې.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، په دغې کتنه کې د افغانستان د سوداګرۍ خونې د پلاوي غړي اذرخش حافظي د نفت او ګازو د واردوونکو سوداګرو په استازيتوب خبرې وکړې او له ولسمشر څخه يې مننه وکړه، چې د پانګې اچونې د هڅونې د عمده برخې پاليسي يې تصويب کړه.
د خبرپاڼې په وينا، حافظي د نفت او ګازو سکتور د هېواد يو مهم او حياتي سکتور بللى او د دغه سکتور ستونزې او غوښتنې يې ولسمشر ته وړاندې کړې.
سرچينه وايي، حافظي له حکومت څخه غوښتي چې د نفتو د زېرمو او د واقعي تصفيه خونو جوړونې او د نفتو او تېلو کيفيت باندې څارنې ته جدي پاملرنه وکړي او د انحصار ضد قانون د جوړولو لپاره دې، چې په بازار کې د بې نظمۍ په مخنيوي کې مهم رول لري، اقدام وکړي.
سرچينه زياتوي، په دې کتنه د سوداګرۍ وزير محمدشاکر کارګر، هېواد ته د بې کيفيته تېلو د واردېدو د مخنيوي په اړه څرګندونې وکړې او ټينګار يې وکړ، چې د افغانستان بازار ته د مضره موادو د واردېدو د مخنيوي لپاره يې لازم اقدامات تر لاس لاندې نيولي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې حامد کرزي په دې کتنه کې د نفت او ګازو اړوندو ادارو، په ځانګړې توګه د سوداګرۍ وزير ته لارښوونه وکړه، چې د بې کيفيته تېلو د واردېدو او تش په نوم د تصفيه خونو په اړه څېړنه وکړي او هېواد ته د بې کيفيته تېلو د واردېدو د مخنيوي په لاره کې په جدي اقدام لاس پورې کړي.
سرچينه کاږي، په دې غونډه کې همداراز پرېکړه وشوه چې په هېواد کې د نفتو د موجودو تصفيه خونو د موثريت د تثبيت او تشخيص او افغانستان ته د بې کيفيته نفتو او تېلو د توريد د څرنګوالي د معلومولو لپاره دې يو نړيوال تخنيکي پلاوي ته دنده ورکړل شي او د سوداګرۍ وزارت دې په دې اړه د خپلو راتلونکو اقداماتو په اړه د وزيرانو شورا ته راپور وړاندې کړي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن