ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

٤٠زره متقاعدينو ته د بانک له لارې د تقاعد د ورکړې زمينه برابره شوې

٤٠زره متقاعدينو ته د بانک له لارې د تقاعد د ورکړې زمينه برابره شوې

author avatar
30 Jan 2014 - 18:26
٤٠زره متقاعدينو ته د بانک له لارې د تقاعد د ورکړې زمينه برابره شوې
author avatar
30 Jan 2014 - 18:26

کابل (پژواک ١٠ سلواغه ٩٢): د کار او ټولنيزو چارو وزارت چارواکي وايي، چې دغه وزارت د تقاعدۍ د ورکړې سيسټم برېښنايي کړى او څلويښت زره تنو ته يې د بانک له لارې د خپلې تقاعدۍ د اخيستو زمينه برابره کړې ده.

 دا په داسې حال کې ده، چې پخوا به تقاعد شوي کسان د خپل معاش په تر لاسه کولو کې له ډېرو ستونزو سره مخ کېدل او د دولتي ادارو تر شاه به يې څو ورځې تېرولې.

 د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزيرې امنه افضلي، چې نن (د سلواغې ١٠ مه) د متقاعدينو د ملي ورځې د نمانځلو په مراسمو کې يې په کابل کې خبرې کولې وويل، چې دغه وزارت د تقاعد د ورکړې سيستم برېښنايي کړى او له دې وروسته به دې ته اړتيا نه وي، چې متقاعدين خپل وخت د ادارو تر شاه تېر کړي.

 هغې زياته کړه: ” تقاعد شويو کسانو ته بانکي کارتونه ورکول کېږي، له دې وروسته دې ته اړتيا نشته، چې دوى د خپلو تقاعد پيسو د تر لاسه کولو لپاره ادارو ته ولاړ شي او خپل وخت بې ځايه ولګوي.”

د هغې په وينا، د متقاعدو کارکوونکو اسناد د هغوى په نه شتون کې ماليې وزارت او بانکونو ته لېږل کېږي او متقاعدين د خپلو شته کارتونو له لارې خپل حقونه تر لاسه کولى شي.

 د کار او ټولنيزو چارو وزارت چارواکي وايي، چې اوسمهال د متقاعدينو شمېر ١٣٠ زره تنو ته رسيږي، چې ٤٠ زرو يې بانکي کارتونه تر لاسه کړي او د بانک له لارې خپل  تقاعد تر لاسه کوي.

 د متقاعدينو ټولنې مشر ډګروال جمعه خان هم د دغه وزارت له هڅو ستاينه وکړه او په دې اړه يې وويل: “موږ د دغه وزارت له کارونو خوشاله يو او هڅې يې ستايو.”

خو د شريفې په نوم يوې متقاعدې وويل، چې دوى اوسمهال هم د خپلو امتيازاتو او حقونو په تر لاسه کولو کې له ډېرو ستونزو سره لاس او ګريوان دي.

هغې د کار او ټولنيزو چارو له وزارت څخه وغوښتل، چې بايد ټولو متقاعدينو ته بانکي کارتونه ورکړي، تر څو د دوى ټولو ستونزې هوارې شي.

 خو د کار او ټولنيزو چارو وزيره وايي، چې دغه پروسه وخت ته اړتيا لري او دوى هڅه کوي، چې ډېر ژر ټولو متقاعدينو ته د بانکي کارت د تر لاسه کولو زمينه برابره کړي، تر څو ټول کارکوونکي خپل حقونه د بانک له لارې تر لاسه کړي.

 د افغانستان د قوانيو له مخې، د دولت هر کارکوونکى له څلوېښت کاله خدمت وروسته تقاعد کوي او دولت اړ دى، چې هغوى ته د متقاعدينو ځانګړى معاش ورکړي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.