ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حامد کرزى: بهرنيان دې د افغانانو رايو ته احترام وکړي

حامد کرزى: بهرنيان دې د افغانانو رايو ته احترام وکړي

author avatar
1 Feb 2014 - 20:32
حامد کرزى: بهرنيان دې د افغانانو رايو ته احترام وکړي
author avatar
1 Feb 2014 - 20:32

کابل (پژواک، ١٢ سلواغه ٩٢): ولسمشر کرزى وايي، بهرني هېوادونه بايد د افغانستان د خلکو رايو ته احترام وکړي او افغانان دې پرېښودل شي، چې په ټاکنو کې په خپل ګډون سره په هېواد کې ډيموکراسي لا پياوړې کړي.

يادې څرګندوې ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي فرانس ميشل ميلبن په مشرۍ د ځينو اروپايي هېوادونو له سفيرانو سره، نن د سلواغې په ١٢مه ارګ کې د کتنې پرمهال کړې دي.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دغې کتنه کې د افغانستان د راتلونکو ټاکنو، د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو او د افغانستان ترمنځ د همکاريو، له اروپايي ټولنې سره د ستراتيژيکو همکاريو د تړون، د سولې د بهير او د افغانستان او امريکا ترمنځ د امنيتي او دفاعي تړون په اړه خبرې وشوې.

سرچينه کاږي، ولسمشر په تېره يوه لسيزه کې په افغانستان کې شويو پرمختګونو ته د اشارې په ترڅ کې وويل، چې په دغې موده کې افغانستان يو ځل بيا د ټولو افغانانو ګډ کور شو، د ډيموکراسۍ، د بيان او مطبوعاتو د آزادۍ، د پوهنې، لوړو زده کړو، روغتيايي خدمتونو او په نورو بېلابېلو برخو کې د ياد وړ پرمختګونه رامنځ ته شول، چې له شک پرته دغه لاس ته راوړنې د اروپايي ټولنې او په مجموع کې د نړيوالې ټولنې د مرستو او همکارۍ پايله ده.

سرچينې د حامد کرزي له قوله ويلي، چې د ۱۳۹۳لمريز کال انتخابات به په خپل ټاکل شوي وخت ترسره شي او موږ د ټول شمولو، ازادو او سرتاسري انتخاباتو ترسره کېدو ته ژمن يو.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر کرزي د افغانستان او د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاريو پر دوام د ټينګار په ترڅ کې، د دغې ټولنې له سفيرانو څخه غوښتي، چې هېوادونه يې په افغانستان  کې پانګه اچونه وکړي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو سفيرانو د خپلو هېوادونو په استازيتوب يو ځل بيا له افغانستان سره د خپلو اوږدمهالو همکاريو ډاډ څرګند کړ او زياته يې کړه، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به هم له افغانستان سره په بېلابېلو برخوکې خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.