کابل (پژواک ١٢ سلواغه ٩٢): د افغانستان د ١٩ کلنو کرکټ ملي لوبډلې چې نړيوال جام ته د چمتووالي په موخه دا مهال په پاکستان کې ده، بله بريا خپله کړې ده.
د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د سلواغې په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ١٩ کلنو ملي لوبـډله پرون د تمريناتو په لړۍ کې د پنجاب په لاهور ښار کې د ملي اکاډمۍ له لوبډلې سره يوه ورځنۍ لوبه ترسره کړه.
هغه زياته کړه، چې د دې لوبې پچه د ١٩ کلنو ملي لوبـډلې وګټله او لومړى يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
د افغانستان د ١٩ کلنو لوبدلې په ټاکل شوو ٤٥ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ٢٧٨ منډې جوړې کړې.
د ملي لوبډلې له لوري عثمان غني ٩١، مجبتى ٥٠ او شرف الدين اشرف په ٢٠ توپونو ٤٤ تېزې منډې جوړې کړې.
هوتک وويل، چې د پاکستان د ملي اکاډمۍ لوبډله د افغانستان د توپ اچوونکو مقابله ونه شوه کړاى او ټوله لوبـډله يې په ٢٨ اورونو کې يواځې په ٨١ منډو وسوځېده او دغه راز د افغانستان د ١٩ کلنو لوبډله دا لوبه د ١٩٧ منډو په توپير سره وګټله.
د ١٩ کلنو لوبـډلې له لوري شرف الدين اشرف څلور، سيد شېرزاد ٣، فريد ملک يو او مجتبى هم يو لوبغاړي وسوځول.
اشرف د دې لوبې غوره لوبغاړى وټاکل شو.
د ١٩ کلنو ملي لوبـډلې له دې مخکې د پاکستان د کي ار اېل لوبـډلې ته هم ماتې ورکړې وه.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن