ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندوز کې ٢٢ ټاکنيز مرکزونه تر لوړ امنيتي ګواښ لاندې دي

author avatar
2 Feb 2014 - 19:18
author avatar
2 Feb 2014 - 19:18

 کندوز (پژواک ١٣ سلواغه ٩٢): امنيتي چارواکي په کندوز ولايت کې د ٢٢ ټاکنيزو مرکزونو له لوړ امنيتي ګواښ څخه خبر ورکړى دى، خو وايي چې د دغو مرکزونو امنيت به د ټاکنو تر ترسره کېدو پورې ټينګ کړي.

 د دغه ولايت د امنيه قوماندان، د ملي اردو د همغږۍ مرکز قوماندان او د ملي امنيت رياست مرستيال له خوا په نننۍ ګډه ناسته کې د يادو مرکزونو د امنيت د ټينګښت ډاډ ورکړل شو.

 د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال مصطفى محسني وويل، چې په دغه ولايت کې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنو د رايې ورکونې لپاره ټولټال ٢١٨ مرکزونه ټاکل شوي، چې ٢٢ مرکزونه يې تر لوړ امنيتي ګواښ لاندې دي.

 هغه زياته کړه، دغه مرکزونه په خان اباد، چهاردرې، کلازال او دشت ارچي ولسواليو کې پراته دي.

 خو امنيه قوماندان وويل، چې د يادو مرکزونو امنيت به د راتلونکو ټاکنو په رانږدې کېدو سره ټينګ شي او خلک به د رايې ورکونې په ټولو مرکزونو کې په ارامه فضا کې رايه ورکړي.

 محسني زياته کړه، چې د مرکزونو په شاوخواوو کې نوې امنيتي پوستې جوړې شوي او د وسله والو مخالفينو پر وړاندې، چې د امنيت د ګډوډلو په هڅه کې دي، عمليات ترسره کوي.

 څه موده وړاندې د ټاکنو خپلواک کميسيون اعلان کړى و، چې دوى ته امنيتي ارګانونو ډاډ ورکړى، چې په ټول هېواد کې د ٦٨٤٥ ټاکنيزو مرکزونو له ډلې يې يواځې په يوولسو ولايتونو کې د ٤١٤ مرکزونو امنيت نه شي ټينګولى او دغه مرکزونه به تړلي وي.

 د کندوز امنيه قوماندان وويل، امنيتي ځواکونو يو منظم پلان په لارې اچولى او ټاکنيزو کانديدانو او د هغوى استازو ته يې ويلي، چى دوى بايد د خپل کمپاين له پيلولو ٤٨ ساعته وړاندې امنيتي ځواکونه خبر کړي، تر څو د دوى د کمپاين پر مهال د کانديدانو امنيت خوندي کړي.

 د ولسمشرۍ نوماندانو ټاکنيزې مبارزې، نن په رسمي ډول پيل شوې او د ولايتي شوراګانو ټاکنيزې سيالۍ به د کب په ١٣مه پيل شي.

 په کندوز کې د ملي اردو د همغږۍ مرکز قوماندان جنرال بشير بشارت په نننۍ خبري ناسته کې وويل: “موږ د ټاکنو د امنيت په اړه د کندوز له پوليسو او ملي امنيت ځواکونو سره په ګډه پلان جوړ کړى او که د ټاکنو په پروسه کې کومه ستونزه راولاړه شي، نو په ګډه به يې پر وړاندې اقدام وکړو.”

 په کندوز کې د ټاکنو خپلواک کميسيون د عامه پوهاوي مسوول حميدالله بلوچ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې امنيتي چارواکو ورسره ژمنه کړې، چې تر لوړ ګواښ لاندې د ټاکنيزو مرکزونو امنيت به خوندي کړي.

 په کندوز کې د ټاکنو کميسيون سيمه ييز دفتر وايي، چې په دغه ولايت کې تر دې مهاله د څلوېښت سلنه ښځو په ګډون ١١٥زره کسانو د رايې ورکونې کارتونه ترلاسه کړي دي.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.