ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلال: د سولې راوستو لپاره هر ډول انعطاف منلو ته حاضر يم

author avatar
3 Feb 2014 - 16:27
author avatar
3 Feb 2014 - 16:27

کابل (پژواک ١٤ سلواغه ٩٢): ولسمشرۍ ته نوماند قطب الدين هلال وايي، چې د مثبت بدلون او سولې لپاره هڅې، له اداراي فساد سره جدي مبارزه او زده کړو ته پراختيا ورکول يې له مهموموخو دي.

د راتلونکې وري مياشتې په ١٦مه ترسره کېدونکو د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره ټاکنيزې سيالۍ پرون پيل شوې او د ولايتي شوراګانو لپاره ټاکنيز کمپاينونه به يوه مياشت وروسته پيل شي.

ولسمشريزو ټاکنو ته نوماند قطب الدين هلال نن په کابل کې د خپل کمپاين په لومړۍ غونډه کې، چې زرګونو کسانو په کې ګډون درلود، وويل چې ټاکنې د سياسي بدلون لپاره يو ښه فورمول دى، خو په دې شرط چې رڼې ترسره شي.

هلال وايي،که په ټاکنو کې بريالى شي، نو د الهي نظام په چوکاټ کې د بدلون لپاره هڅې، د سولې لپاره مخلصانه کار کول، د امنيت ټينګښت، زده کړو ته پراختيا ورکول، له ګاونډيو او د نړۍ له نورو هېوادونو سره د ښو اړيکو درلودل، سوداګرو ته د اړينو اسانتياوو برابرول، د ملي يووالي لپاره لازمې هڅې، له اداري فساد سره جدي مبارزه او د مکافاتو او مجازاتو دودول به يې له کاري لومړيتوبونو وي.

هغه زياته کړه: “زه د سولې راوستو لپاره خپلې وروستۍ هڅې کوم؛ که زما له بريا وروسته د سولې راوستو لپاره انعطاف ته اړتيا وي نو زه حاضر يم، چې هر ډول انعطاف ومنم.”

د ولسمشرۍ کانديد وايي، چې په تېرو څو کلونو کې په هېواد کې د سولې د ټينګښت لپاره اساسي ګام نه دى پورته شوى او بايد د سولې لپاره يوه بين الافغاني ناسته جوړه شي.

هغه وايي، که ولسمشر شو نو له اسلام له اصولو سره سم به ښځو ته د هغو حقوق ورکړي او د ملي او اسلامي ارزښتونو په پام کې نيولو سره به د نړۍ له هېوادونو سره د همکارۍ تړونونه لاسليک کړي.

د هلال په وينا، اوسني حکومت ونه شو کړاى، چې په تېرو ١٢ کلونو کې اداري فساد ورک، امنيت ټينګ او خلکو ته د کار زمينه برابره کړي.

هغه وايي، چې په ٢٠٠١ کال کې د بن په ناسته کې ناسم معاهدات د دې لامل شول چې په هېواد کې جګړه نوره دوام پيدا کړي.

 هلال زياته کړه: “په بن کې واک يو ګروپ ته ورکړل شو، چې له امله يې په هېواد کې جګړه پيل شوه او دا جګړه تر اوسه دوام لري.”

قطب الدين هلال د انجنير ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي د سياسي کمېټې د مشر او د دغه ګوند لخوا د پکتيا د ولايتي مسوول او دوه ځلې د صدارت د لومړي مرستيال په توګه دنده ترسره کړې ده.

هلال په نننۍ ناسته کې وويل: ((له ما نه په رسنيو کې ډېره پوښتنه کېږي، خو زه غواړم هغه خبره دلته وکړم، چې زه د حزب اسلامي غړى يم او د حکمتيار صاحب تر رهبرۍ لاندې کار کوم او په افغانستان کې يو حزب اسلامي دى، چې رهبر يې انجنير صاحب حکمتيار دى.))

هلال له وسله والو مخالفينو غوښتنه وکړه، چې د ټاکنو په پروسه کې خلکو ته ستونزې جوړې نه کړي.

د دولت د وسله وال مخالف ګوند مشر ګلبدين حکمتيار تر دې دمه له کوم ځانګړي کانديد څخه ملاتړ نه دى اعلان کړى، خو په دې وروستيو کې يې له خپلو کسانو غوښتي چې په ټاکنو کې ونډه واخلي او په ټاکنو کې د هغه چا د بري مخه ونيسي، چې امريکا يې قدرت ته د رسېدو هڅې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې امريکايي چارواکو ويلي، چې له کوم ځانګړي کانديد څخه ملاتړ نه کوي.

د يادونې ده، چې د عبدالهادي ارغنديوال په مشرۍ حزب اسلامي د عبدالله عبدالله له کانديدۍ ملاتړ کوي او د دغه حزب اسلامي مهم غړى انجنير محمدخان د ډاکتر عبدالله عبدالله لومړى مرستيال دى.

د ولسمشرۍ لپاره ټولټال ١١ تنو ځانونه کانديد کړي او له تېرې ورځې راهيسې يې ټاکنيز کمپاينونه پيل کړي دي .

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.