شبرغان (پژواک ١٥ سلواغه ٩٢): په قوش تپې ولسوالۍ کې څلور تنه مړه او د جوزجان ولايت په مرکز شبرغان ښار کې سل کورنۍ د اوبو د راپورته کېدو له امله زيانمې شوې دي.
د جوزجان مرستيال والي عبدالرحمن محمودي وايي، چې په دغو څلور تنو کې درې ماشومان او يو سړى شامل دي، چې د سختې هوا او واورې ورېدو له امله يې ژوند له لاسه ورکړى دى.
هغه زياته کړه، چې په درزاب ولسوالۍ هم يخې هوا انساني مرګ ژوبله اړولې ده، خو د نښلوونکو لارو د بندېدو له امله د دوى د مرګ ژوبلې کره شمېره نه ده معلومه.
محمودي پژواک خبري اژانس ته وويل، په درزاب کې ٥٥٠ څاروي هم له منځه تللي او له کليو سره د ولسوالۍ ټولې لارې بندې شوې دي.
له بلې خوا د شبرغان سيند د اوبو لوړېدو له امله سل کورنۍ زيانمې شوي، ځينو کورنيو ته لږ زيان اوښتى او ځينو يې بيا ټول کورونه له لاسه ورکړي دي.
د شبرغان د عيد محلې کلي اوسېدونکي نورالله پژواک ته وويل، چې په دې طبيعې پېښه کې يې له ټولو مالونو ډکې درې کوټې له لاسه ورکړي او اوسمهال يې د کورنۍ غړي د ښار مرکز ته د خپلوانو کره لېږلي دي.
هغه زياته کړه: “که چېرې مې ښځه او ماشومان را ايستلي نه وى، نو ټول به تر اوبو لاندې شوي وو.”
د کناره کلي اوسېدونکى عبدالرزاق وايي، چې د لښتي اوبه د دوى د کور له مخې تېرېږي، له دې سره سره چې د کور شاوخوا دېوالونه يې پاخه جوړ کړي، خو بيا هم اوبه کوټو ته ننوتلي او ټول شته يې په کې لاسه ورکړي دي.
هغه زياته کړه: “موږ غريبان خلک يو، زموږ کورونه له خټو جوړ دي، د اوبو زور نه لري، نو له همدې امله مو خپل کورونه له لاسه ورکړل او اوس له خپلې کورنۍ سره يو ځاى د يوه کليوال په کور کې اوسېږو.”
زيانمن کسان وايي، که چېرې دولت ورسره مرسته ونه کړي، نو د وچې ډوډۍ د اخيستلو وس هم نه لري.
د جوزجان مرستيال والي وايي، د زيانمنو سيمو سروې ادامه لري، دوى سلو کورنيو ته د مرستې رسولو وس لري او په دې هڅه کې دي، چې د سروې په پاى ته رسولو سره دوى ته د اړتيا وړ مرستې له موسسو راجذب کړي او هغوى ته يې ورسوي.
په شبرغان کې تېر کال هم دوه سوه کورنۍ د سړې هوا او د سيندونو د يخونو له امله د اوبو له سېلابونو سره مخ شوې او ډېر زيان ورته اوښتى وو.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن