ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرزى: په نوې ټيکنالوجۍ کې بايد د ټولنې اخلاقو او کلتور ته پام وشي

کرزى: په نوې ټيکنالوجۍ کې بايد د ټولنې اخلاقو او کلتور ته پام وشي

author avatar
4 Feb 2014 - 15:38
کرزى: په نوې ټيکنالوجۍ کې بايد د ټولنې اخلاقو او کلتور ته پام وشي
author avatar
4 Feb 2014 - 15:38

کابل (پژواک ١٥ سلواغه ٩٢): ولسمشر حامد کرزي د ټيکنالوجۍ په برخه کې پرمختګ يوه لويه لاسته راوړنه وبلله، خو وايي ټول هغه کسان چې له نوې ټيکنالوجۍ او ټولنيزو سايټونو ګټه پورته کوي، د ټولنې اخلاقو او کلتور ته بايد لکه څنګه چې دي، پام وکړي.

ولسمشر کرزي، په هېواد کې د مخابراتو په برخه کې پرمختګ او پانګونه وستايله او هغه يې د ځوان نسل د هڅو پايله وبلله.

ولسمشر نن په کابل کې د “سلام” تر نوم لاندې د (ټري جي او جي اېس اېم) سيستمونو د پرانيستې په مراسمو کې نوې ټيکنالوجي يوه لويه لاسته راوړنه وبلله او په دې اړه يې وويل، په دې خاوره کې چې د افغانانو له لوري هر ګام اېښودل کېږي، اغېزناک دى.کرزى

د افغان ټيليکام مخابراتي شرکت، له دې وړاندې د (CDMA) سيستم درلود، چې يوازې په ځانګړو ټيلېفونو کې ترې ګټه پورته کېده، خو دا چې اوس دغه سيستم “جي اېس اېم” ته بدل شوى نو اوس به په هر ډول موبايل ټيلېفونو کې ترې ګټه پورته کېږي.

د ټري جي (د معلوماتي ټيکنالوجۍ دريم نسل) سيستم، د انالوګ او ډيجيټل مخابراتي سيستمونو په پرتله ډېر عصري دى او له مخې يې د موبايل ټيلېفونونو له لارې انټرنېټي خدمتونه د تصوير د ليدلو په ګډون په ډېر ګړنديتوب او ښه کيفيت وړاندې کوي.

ولسمشر زياته کړه، چې نوي سيستمونه (فېسبوک، ټوېټر، يوټيوب او سکايپ) ډېر کارول کېږي او خلک د کمپيوټر له لارې په ډېره اسانه له يوه بل سره خبرې پرې کولى شي.

ولسمشر وويل، ډېرى خلک دغو سيستمونو ته دننه کېدلى شي، خو دې ټيکنالوجۍ ځينې ستونزې هم را ولاړې کړې او کېداى شي، چې بده ګټه ترې پورته شي.

ولسمشر کرزي زياته کړه، خلک له دې لارې يو څوک ګواښلى شي، ناسمې کليمې ورته کارولى شي او دغه راز ناوړه کارونه هم پرې کولى شي.

خو ولسمشر وويل: “زه او ټول هغه کسان، چې په افغانستان کې په دې برخه کې کار کوي او د ټيکنالوجۍ له پرمختګونو ګټه اخلي، بايد د هېواد د چاپېريال کلتور، کورنۍ او خپل ژوند ته پام وکړو، په داسې حال کې، چې له نوې ټيکنالوجۍ ګټه اخلو نو بايد د ټولنې اخلاقو ته ژمن و اوسو او دې ته يې پرې نه ږدو، چې منفي اغېز ورباندې وکړي.

د مخابراتو وزارت، ولسمشر کرزي ته د ټيکنالوجۍ په ډګر کې له دغه وزارت څخه د ملاتړ په برخه کې، ستاينليک هم ورکړ.

دا په داسې حال کې ده، چې له ٢٠ ميليونه تنو څخه ډېر کسان موبايلونو او څلوېښت سلنه خلک انټرنېټ ته لاسرسى لري او دغه راز د هېواد ٩٠ سلنه سيمې تر مخابراتي پوښښ لاندې دي.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.