ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې دګاز بيه لوړه شوې

کابل کې دګاز بيه لوړه شوې

author avatar
6 Feb 2014 - 16:46
کابل کې دګاز بيه لوړه شوې
author avatar
6 Feb 2014 - 16:46

 کابل (پژواک ١٧ سلواغه ٩٢): کابل ښار کې د تېرې اونۍ په پرتله د بورې بيه  ټيټه شوې، خو د اوبلن ګازو بيه لوړه شوې ده.

 د کابل ښار د خوراکي توکو سوداګرو د ټولنې مشر فضل الرحمن پژواک خبري اژانس ته وويل، نن د تېرو اوو ورځو په څېر دپنځوس کيلوګرامه پاکستانۍ بورې عمده پلور بيه له ١٥٠٠څخه  ١٤٥٠ افغانيو ته ټيټه شوې ده.

هغه زياته کړه ، چې د بورې د وارداتو ډېروالى د هغې د بيې د ټيټوالي لامل شوى دى.

 خو نوموړى وايي، چې نن د تېرې پنجشنبې په څېر پنځوس کيلو پاکساني اوړه ١٣٠٠ افغانۍ او ٢٤ کيلوګرامه لومړۍ درجه پاکستانۍ سيله وريجې ١٨٠٠ افغانۍ، پنځه ليتره مومن غوړيو بيه ٣٨٠ افغانۍ، يو کيلو شين اندونيزيايي چاى ١٧٠ افغانۍ او يو کيلو تور افريقايي چاى ٢١٠ افغانۍ پلوري.

د کابل ښار د کارتې سې سيمې يو پرچون پلور هټۍ وال خانعلي وايي، نن ٤٩ کيلوګرامه پاکستاني اوړه ١٣٧٠ افغانۍ، پنځوس کيلو بوره ١٧٠٠ افغانۍ، ٢٤ کيلوګرامه پاکستانۍ سيله وريجې ٢٠٠٠ افغانۍ، پنځه ليتره مومن غوړي ٤٦٠ افغانۍ، يو کيلو تور افريقايي چاى ٢٤٠ افغانۍ او يو کيلو شين اندونيزيايي چاى په ٢٠٠ افغانۍ پلوري.

داوبلن ګازو بيې لوړې شوې دي.

د کابل ښار د کلوله پشتې بازار يوه ګاز پلورونکي محمدشريف وويل، ، چې نن د تېرو اوو ورځو په پرتله د يوه کيلو اوبلن ګاز بيه له٥٠  افغانيو څخه  ٥٥افغانيو ته  لوړه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د لرګيو په بيې کې د تېرې پنجشنبې په پرتله بدلون نه دى کړى.

 د کابل په سرسبزۍ څلور لارې کې د لرګيو يوه پلورونکي محمد سلطان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د تېرې پنجشنبې په څېر د يو خروار بې پوسته بلوط لرګيو بيه له ٦٥٠٠ افغانۍ ، يو خروار پوست لرونکي بلوط لرګي ٦٠٠٠ او ديو خروار ارچه لرګيو بيه ٦٠٠٠ افغانۍ ده.

همدارنګه د کابل ښار د وزيراباد د تېلو ټانک مسوول عبدالهادي وويل، چې نن د تېرې پنجشنبې په څېر د يوه ليتر ډېزل تېلو بيه ٦٢ افغانۍ او د يوه ليټر پټرول تېلو بيه ٥٧ افغانۍ ده.

د مريم لېسې بازار د سرو زرو يوه پلورونکي عبدالبصير وويل، چې نن د تېرو اوو ورځو په څېر د يوه ګرام عربي سرو زرو بيه ٢١٠٠ افغانۍ او د يوه ګرام ايراني سرو زرو بيه ١٧٠٠ افغانۍ ده.

د شهزاده سراى يوه صراف احمدشاه وويل، چې نن د يوه امريکايي ډالر د اخيستو ارزښت ٥٧،٠٥ افغانۍ او د زرو کلدارو ارزښت ٥٢٩ افغانۍ دى.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ د يوه امريکايي ډالر داخيستو ارزښت ٥٧،١٠ افغانۍ او د زرو کلدارو ارزښت ٥٣٠ افغانۍ و.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.