ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر کرزى روسيې ته ولاړ

author avatar
7 Feb 2014 - 10:15
author avatar
7 Feb 2014 - 10:15

کابل (پژواک،١٨سلواغه٩٢): ولسمشر حامد کرزى د ژمني المپيک لوبو د پيل په مراسمو کې د ګډون په موخه د روسيې سوچي ښار ته ولاړ.

يادې لوبې نن (سلواغې ١٨مه) په دغه ښار کې ترسره کېږي او دکب تر څلورمې پورې دوام کوي. دا لومړى ځل دى، چې روسيه ددې لوبو کوربه ده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي ، چې ولسمشر حامد کرزى د خپل روسي سيال ولادمیر پوتین په رسمي بلنه د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ، نن سهار د روسيې پر لور وخوځېد.

خبرپاڼه ليکي، چې ولسمشر کرزى به د لوبو د پيل په مراسمو کې د ګډون ترڅنګ له پوتین، د ملګرو ملتونو له سرمنشي بانکي مون او د چين له ولسمشر، شي جين پېنګ سره هم وګوري.

په دغه سفر کې له نوموړي سره، د بهرنيو چارو وزير ضرار احمد عثماني او د ملي امنيت سلاکار ډاکټر رنګين دادفر سپنتا هم ملګري دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.