ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حبيب استالف په اعدام محکوم شو

حبيب استالف په اعدام محکوم شو

author avatar
9 Feb 2014 - 18:06
حبيب استالف په اعدام محکوم شو
author avatar
9 Feb 2014 - 18:06

کابل (پژواک ٢٠ سلواغه ٩٢): د کابل لومړۍ محکمې، حبيب استالف چې په وژنو، تښتونو او وسله والو غلاوو کې په لاس لرلو تورن دى، د لويې څارنوالۍ په غوښتنه په اعدام محکوم کړ.

د لويې څارنوالۍ يوه چارواکي، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله پژواک خبري اژانس ته وويل،چې د کابل ولايت د لومړۍ محکمې قضايي پلاوي د دغه کس په اړه خپل حکم نن ( د سلواغې ٢٠ مه) اعلان کړى دى.

د هغه په وينا، څارنوالۍ تېره مياشت د حبيب استالف دوسيه چمتو کړې وه او محکمې ته يې وسپارله او د شته شواهدو له مخې، د دغه تورن کس لپاره پکې د اعدام غوښتنه شوې وه.

د لويې څارنوالۍ دغه چارواکي زياته کړه، چې لومړۍ محکمې هم د شته شواهدو له مخې، ياد کس په ډېرو وژنو، غلاوو او تښتونو کې د لاس لرلو په پايله کې پر اعدام محکوم کړ.

لويې څارنوالۍ له دې وړاندې ويلي و، چې ټول تر لاسه شوي شواهد څرګندوي، چې حبيب استالف په هېواد کې د ننه او بهر له ډېرو مافيايي ډلو سره اړيکه درلوده او نوموړي هم د څېړنو پر مهال په دا ډول اړيکو درلودو، اعتراف کړى دى.

د کابل امنيه قوماندان  پاسوال محمدظاهر د څرګندونو له مخې، حبيب استالف په هېواد کې د مافيا له مهمو غړو څخه دى، چې لس کاله وړاندې د پلچرخي له زندان څخه تښتېدلى و او پوليسو يې له هماغه مهال  راهيسې د نيولو هڅه کوله.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.