ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار ترانسپورټ رياست د هېواد په کچه تر نورو ډېر عوايد ترلاسه کړي

د کندهار ترانسپورټ رياست د هېواد په کچه تر نورو ډېر عوايد ترلاسه کړي

author avatar
9 Feb 2014 - 17:01
د کندهار ترانسپورټ رياست د هېواد په کچه تر نورو ډېر عوايد ترلاسه کړي
author avatar
9 Feb 2014 - 17:01

کندهار (پژواک ١٩ سلواغه ٩٢): د کندهار ولايت د ترانسپورټ رياست مسوولين وايي، چې په روان لمريز کال کې دغه رياست د هېواد په کچه د نورو ولايتونو د ترانسپورټ رياستونو په پرتله تر ټولو ډېر عوايد ترلاسه کړي دي.

د کندهار د ترانسپورټ رييس نجيب الله احمدي له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، چې په روان کال کې يې يو ميليارد، ٤٠٩ سوه زره ٣٨٨ افغانۍ ترلاسه کړې، په داسې حال کې چې په ١٣٩١ کال کې يې ټول عوايد ١٣٥٥ لکه ٨٦ زره ٦٢٦ افغانۍ وو.

هغه زياته کړه، تر دې مهاله د کندهار د ترانسورټ رياست په عوايدو کې ٣٠ لکه افغانۍ لوړوالى راغلى چې د هېواد په کچه د ټولو ولايتونو د ترانسپورټ رياستونو تر عوايدو لوړ دي.

د نوموړي په وينا، دغه اداره خپل ټول عوايد له بار وړونکو او مسافر وړونکو موټرو څخه ترلاسه کوي.

دى وايي: ((ترانسپورټ رياست له باروړونکو موټرو د کرايې له سرجمع څخه ٢ سلنه او د موټر له څښتن څخه ٣ سلنه ماليه ترلاسه کوي او همدا د دې ادارې ټول عوايد جوړوي.))

احمدي وويل، دغه ټوله ماليه د منظم پروسيجر له مخې د ټاکل شوي قانون پر بنسټ اخيستل کېږي.

د ده په خبره، تر دې وړاندې به د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې په بېلابېلو ډولونو له موټرونو څخه ماليه اخيستل کېده، خو اوس په دې برخه کې کارونه منظم شوي او د خلکو عامه پوهاوى هم زيات شوى دى.

دى وايي، ډېر کم داسې پېښېږي چې خلک دې ترانسپورټ رياست ته اړوند ماليه نه ورکوي.

نوموړي په دغه ولايت کې د ماليې د لوړوالي لامل د اصلاحاتو راوستل او د قانون تطبيق وباله او ويې ويل، څومره چې دغه اداره قانون پلى کوي، په هغومره اندازه د عوايدو کچه لوړېږي.

احمدي وايي، په دغه ولايت کې يې په داسې حال کې د ټولو ولايتونو د ترانسپورټ رياستونو تر منځ ډېر عوايد په لاس راوړي، چې اوسمهال په دغه ولايت کې ولايتونو او ولسواليو ته د ايساف ځواکونو د اکمالاتو لېږد رالېږد بېخې کم شوى دى.

د نوموړي په وينا، که څه هم د اکمالاتو د لېږد رالېږ پر مهال ايساف ځواکونه او ملي اردو له ماليې ورکولو معاف اعلان شوي، خو هغه مهال چې له هغوى سره قراردادي کمپنۍ به د توکو د لېږد لپاره له نورو وړو وړو ترانسپورټي کمپنيو سره فرعي قراردادونه کول، نو ماليه به ترې اخيستل کېده.

د کندهار د ترانسپورټ رييس وويل، چې اوسمهال په دغه ولايت کې د ترانسپورټ په برخه د مسافروړونکو او بار وړونکو د لويو او کوچنيو موټرو ٢٥ اتحاديې فعاليت لري.

دى وايي، پر دغو ټولو ترانسپورټي ټولنو يې خپل کنټرول او نظارت زيات کړى او هڅه کوي چې د هغوى خدمات نور هم معياري کړي.

نوموړي دغه راز خبر ورکړ، چې په دې وروستيو کې يې د څلورو هغو ترانسپورټي اتحاديو فعاليت لغو کړى، چې د ترانسپورټ رياست کمېشن يې نه ورکاوه.

د ترانسپورټ رييس دا هم وويل، چې مخکې د کندهار ښار او ځينو ولسواليو تر منځ منظم ترانسپورټ موجود نه وو، چې په دې برخه کې يې هم ځينې سوداګر هڅولي چې اتحاديې جوړې کړي او له ښار څخه تر بېلابېلو ولسواليو پورې منظم ترانسپورټ ولري.

هغه زياته کړه، اوس مهال د کندهار ښار– خاکرېز ولسوالۍ، کندهار ښار- غورک ولسوالۍ او کندهار ښار- مانشين ولسوالۍ تر منځ ترانسپورټي خدمات پيل شوي چې مخکې نه وو.

تر دې وړاندې به له ځينو هغو ولسواليو څخه چې تر ښاره يې منظم ترانسپورټ نه درلود، ناروغان او ځيني نور خلک د اړتيا پر مهال په تراکټورونو او نورو وسايطو کې راتلل، چې اوس پر دغو لينونو ټکسي موټر تګ راتګ کوي.

نوموړي په کندهار ښار کې د زرنج موټرسايکلونو شتون هم يو لويه ستونزه وګڼله او ويې ويل، چې دا مهال په کندهار کې له ٣ تر ٤ زره زرنج موټرسايکلو نه چلېږي، چې خلک نه يوازې ورڅخه د بارونو د وړلو لپاره ګټه پورته کوي، بلکې سپرلي هم وړي او راوړي.

دى وايي، دغه وسايط په داسې حال کې دلته فعاليت کوي چې په لومړۍ درجه ولايتونو کې يې پر چلاو بنديز لګول شوى، خو دا چې شمېر يې زيات دى او هر زرنج چلوونکى تر شا کورنۍ لري او د هغوى نفقه وردغاړې ده نه شي کولاى يو مخ يې بند کړي.

د ده په خبره، د دې لپاره چې هغوى هم بېکاره نه شي له اړوند ادارو سره پر يوه ترانسپورتي پلان کار کوي او په ښار کې به يې عملي کوي.

د دې تر څنګ پر لويو لارو ډېر مهال خونړۍ ټرافيکي پېښې کېدلې چې د مخنيوي په برخه کې يې د ترافيکو رياست تر څنګ پر ترانسپورټ رياست هم نيوکې کېدلې.

د کندهار د ترانسپورټ رييس وايي، چې د کابل-کندهار او پر يو شمېر نورو لويو لارو يې د ترافيکي پېښو د مخنيوي په موخه پر اړوندو ترانسپورټي شرکتونو شرايط سخت کړي، چې له امله يې په دې وروستيو کې دغه پېښې کمې شوې دي.

هغه وويل، مسافر وړونکو ترانسپورتي شرکتونو ورسره منلې چې کله سپرلۍ انتقالوي نو په موټر کې بايد د يوه موټر چلوونکي تر څنګ بل هم موجود وي، هر موټر بايد جواز سير او لايسنس ولري، پر يوه مهال بايد په موټر کې بار او سپرلي انتقال نه شي، دغه راز د عوارضو پر مهال بايد له موټر څخه استفاده ونه شي.

Visits: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.