ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې پر سيمه ييزو رسنيو د څار کمېسيون جوړ شو

ننګرهار کې پر سيمه ييزو رسنيو د څار کمېسيون جوړ شو

author avatar
9 Feb 2014 - 16:41
ننګرهار کې پر سيمه ييزو رسنيو د څار کمېسيون جوړ شو
author avatar
9 Feb 2014 - 16:41

جلال اباد (پژواک ٢٠ سلواغه ٩٢): په ننګرهار کې له سيمه ييزو رسنيو د څار په موخه   کمېسيون جوړ او په فعاليت يې پيل وکړ.

دغه ګډ کمېسيون، چې د ننګرهار د اطلاعاتو او کولتور رياست له لوري جوړ شوى او بېلابېلې امنيتي او ملکي ادارې په کې برخه لري، په ننګرهار کې د شته رسنيو د خپرونو او د قانوني توب د څېړنې مسووليت پر غاړه لري.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کولتور رياست د اطلاعاتو امر شېرشاه همدرد، چې د دغه کمېسيون مشر هم دى، د سلواغې په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ننګرهار ولايت مقام او د اطلاعاتو او کولتور رياست ته ځينو کسانو شکايتونه کړي وو، چې يو شمېر رسنۍ غېر اخلاقي خپرونې کوي.

نوموړي وويل، چې دوى ټولو سيمه ييزو راډيوګانو او تلويزونونو ته ځي او له نږدې يې څاري.

هغه زياته کړه: ((هره راډيو او تلويزون چې زموږ له اسلامي، ديني او ملي ارزښتونو سره په ټکر کې خپرونې کوي، موږ ورسره قانوني چلند کوو.))

همدرد مني چې يو شمېر رسنۍ غېر اخلاقي او غېرې معياري خپرونې کوي او د دوى د څار کمېسيون يادې خپرونې څارلې هم دي او هڅه به وکړي، چې پر رسنيو قانوني فشارونه راوړي او هغه خپرونې چې غېرې معياري وي، ودروي.

د نوموړي په وينا، د رسنيو کاري جوازونه به هم تر څېړنې لاندې ونيسي او کومې راډيوګانې او تلويزونونه چې کاري جوازونه نه لري ورسره به قانوني چلند کوي.

بلخوا د ختيځې سيمې د ليکوالو او ژورنالېستانو خپلواکې ټولنې منشي رحمت الله زيارمل پژواک اژانس ته وويل، چې د دوى ټولنې هم له يو شمېر رسنيو څارنه کړې او ځينې غېر معياري او اخلاقي خپرونې يې په ګوته کړې وې.

هغه زياته کړه، چې دوى په شخصي ډول هم د يو شمېر رسنيو له مسوولينو سره خبرې کړي او ورته يې د ستونزو په اړه مشورې ورکړې دي.

ده زياته کړه: ((د اطلاعاتو او فرهنګ رياست همدا دنده ده، خو په دې برخه کې څه موده وړاندې پژواک خبري اژانس او يو شمېر نورو رسنيو راپورونه خپاره کړل، همدا لامل شو، چې يو ګډ کمېسيون جوړ شي.))

نوموړى وايي، دا يو نېک اقدام دى او له هغو ملي او نړيوالو رسنيو هم مننه کوي، چې په ننګرهار کې يې د رسنيو له غېرې معياري او غېرې اخلاقي خپرونو پرده پورته کړې او د حکومت پام يې ورته راګرځولى دى.

زيارمل وويل: ((د رسنيو راپورونو يو مثبت تاثير دا وکړ، چې د ولايتي ادارې پام يې يادو ستونزو ته را واړاوه.))

په ننګرهار کې د تابان تلويزون مسوول اکمل ظاهر پژواک اژانس ته وويل، چې د اطلاعات او کولتور رياست ياد اقدام نېک دى او په دې سره کېدى شي ، چې د هغو خپرونو مخه ونيولى شي ، چې د ټولنې پر زيان دي.

نوموړى وايي، په ننګرهار کې ګڼ شمېر رسنۍ دي، چې يواځې د ګوتو په شمېر يې ځينې سرغړونې لري، خو ټولې رسنۍ يې بدنامې کړې دي.

هغه زياته کړه: ((که چېرې زموږ په رسنۍ کې مشکل وي، نو له موږ سره دې قانوني چلند وشي او که په نورو کې وي بايد د قانون منګولو ته وسپارل شي، ځکه د ټولو نومونه يې بد کړي دي.))

د يادونې ده، څه موده مخکې پژواک اژانس په ننګرهار کې د وطندار په نوم د يوې سيمه ييزې راډيو پر غېرې معياري او غېر اخلاقي خپرونو يو ځانګړى راپور خپور کړ، چې له مخې يې د ولايتي چارواکو د پام وړ وګرځېد او د راډيو پر خپرونو يې کلک څار وضعه کړ.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.