ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځانمرګي بريد پنځه پوليس او ٦ عام وګړي ټپيان کړل

author avatar
9 Feb 2014 - 18:29
author avatar
9 Feb 2014 - 18:29

ښرنه (پژواک  ٢٠سلواغه ٩٢): د  پکتيکا ولايت په مرکز ښرنه کې ځانمرګي بريد پنځه پوليس او ٦ عام وګړي ټپيان کړل.

د کورنيو چارو وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، يوه ځانمرګي بريد کوونکي، چې غوښتل يې د ښرنې ښار ته ننوځي، هدف ته تر رسېدو وړاندې خپلو چاودېدونکو ته چاودنه ورکړه.

سرچينې زياته کړه، دغه پېښه نن له غرمې وروسته په درې بجو او ٤٥ دقيقو د لومړۍ حوزې اړوند د ترانسپورت رياست مخې ته رامنځ ته شوه.

د سرچينې په خبره، په دې پېښه کې پنځه پوليس او ٦ ملکي وګړي ټپيان دي، چې د دوو تنو روغتيايي حالت نازک ښودل شوى دى.

د پکتيکا ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند نقيب الله رښتيني پژواک اژانس ته وويل، پوليسو له مخکې داسې معلومات ترلاسه کړي وو، چې يو ځانمرګى بريد کوونکى غواړي، چې په ښرنه کې بريد وکړي.

نوموړي زياته کړه، چې په همدې بنسټ، پوليسو امنيتي تدابير ټينګ کړي وو.

هغه زياته کړه، يو دوولس کلن هلک چې د ځانمرګي بريد په موخه ښرنې ښار ته ننوت، نو پوليسو وپېژاند او مخکې له دې چې پرې ډزې وکړي، نو ځان ته يې چاودنه ورکړه.

وسله والو طالبانو د دې بريد مسووليت په غاړه اخيستى او د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې دا بريد د دوى يوه ملګري محمد يعقوب، چې د پکتيکا د خوشامند ولسوالۍ اوسېدونکى دى، ترسره کړى دى.

ده زياته کړې، چې په دې بريد کې يې اته پوليس وژلي او ٧ نور ټپيان کړي دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.