لښكرګاه (پژواك ۲۱سلواغه ۹۲): په هلمند او لغمان ولايتونو کې د عملياتو پر مهال ٢٢ وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکړ شوى دى.
د هلمند دولتي چارواكي وايي، چې د دغه ولايت په نادعلي او ګرشك ولسوليو كې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
په دغه ولايت كې د ۲۱۵ ميوند قول اردود درېيمې لوا قوماندان جنرال محمدنسيم سنګين د سلواغې په ۲۱مه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې پرون ناوخته د نادعلي ولسوالۍ په شمالي برخه كې درې وسله وال طالبان د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوي دي.
نوموړي زياته کړه، پر همدې ورځ د ګرشك ولسوالۍ په باوري سيمه كې وسله والو طالبانو غوښتل د ملي اردو پر موټريز كاروان بريد وكړي، خو د ملي اردو د سرتېرو تر بريد لاندې راغلل او درې تنه يې ووژل شول.
نوموړي وويل، په دې پېښه كې د ملي اردو سرتېرو ته زيان نه دى اوښتى او پنځه نور طالبان ټپيان شوي دي.
طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې په سنګين او نادعلي ولسواليو كې يې د ماين په چاودنو كې څلور كورني او دوه بهرني سرتېري وژلي دي.
د يو بل خبر له مخې، د لغمان چارواکي وايي، چې د مخالفو وسله والو د يوه مشهور قوماندان په ګډون ۱۱ وسله وال د افغان ګډو امنيتي ځواکونو په عملياتو کې وژل شوي دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک خبري اژانس ته وويل، پرون د افغان ګډو ځواکونو له خوا د الينګار د سيند ختيځې څنډې ته په ګل ارام، کټه سنګ او حيدر غره سيمو کې عمليات ترسره شوي دي.
هغه زياته کړه، چې عملياتو تر ماښام پورې دوام درلود او په ترڅ کې يې د مخالفينو د مشهور قوماندان عبدالرحمن مسلم په ګډون ١١ تنه وژل شوي دي.
د هغه په وينا، له وسله والو څخه يو شمېر وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي او د عملياتو پر مهال د ملي اردو يو سرتېرى هم وژل شوى دى.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن