ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“ولسمشر کرزى د امنيتي تړون د لاسليک او نه لاسليک واک لري”

“ولسمشر کرزى د امنيتي تړون د لاسليک او نه لاسليک واک لري”

author avatar
11 Feb 2014 - 17:25
“ولسمشر کرزى د امنيتي تړون د لاسليک او نه لاسليک واک لري”
author avatar
11 Feb 2014 - 17:25

کابل (پژواک ٢٢ سلواغه ٩٢): د ولسمشرۍ کانديد ډاکترعبدالله يو ځل بيا له امريکا سره د امنيتي او دفاعي سند پرلاسليک ټينګاروکړ، خو وايي چې حامد کرزى د ولسمشر په توګه د دغه تړون د لاسليک او نه لاسليک صلاحيت لري.

نوموړي، چې نن يې له خبريالانو سره خبرى کولې، وويل، که څه هم ولسمشر مشورتي لويه جرګه د مشورې لپاره را غوښتې وه او جرګې مشوره ورکړه، خو ولسمشر له دې سره سره چې هغوى ته يې د دوى د مشورې پلي کولو ژمنه ورکړه، خو عمل يې پرې نه دى کړى.

ډاکترعبدالله زياته کړه، چې که ولسمشر حامد کرزى امنيتي تړون لاسليک نه کړي، نو د افغانستان راتلونکى ولسمشر به يې لاسليک کړي، ځکه چې د ولسمشرۍ ټول کانديدان او د افغانستان خلک د دې اړتيا حس کوي.

د ولسمشرۍ دغه کانديد وويل: ((هيله من يم، چې د امنيتي سند مسئله د افغانستان او نړۍ اړيکې پيکه نه کړي او د فرصتونو د ضايع کېدو سبب نه شي.))

امريکا تل ټينګار کوي، چې حامد کرزى دې ژر تر ژره دغه تړون لاسليک کړي، څو دغه هېواد د ٢٠١٤ کال تر پايه په افغانستان کې د خپلو يو شمېر سرتېرو د پاتې کېدو لپاره قانوني لاسوند ولري.

 

 

خو لسمشر کرزى ټينګار کوي، تر څو له طالبانو سره د سولې عملي خبرې پيل نه شي او امريکا دافغانانو په کورونو عملياتو او تلاشيو ته د پاى ټکى نه وي اېښى، نو سند به لاسليک نه کړي، چې دا وضعيت د امريکا او افغان حکومت ترمنځ د اړيکو د پيکه والي  سبب ګرځىدلى دى.

ډاکترعبدالله وويل:(( ښاغلى کرزى د افغانستان ولسمشر دى، تر څو يې چې د ولسمشرۍ دوره نه وي بشپړه شوې، د افغانستان استازولي کوي، ولسمشر ګڼل کېږي  او په ورته وخت کې له امريکا سره د امنيتي تړون د لاسليک او نه لاسليک صلاحيت لري.))

د ولسمشرۍ دغه کانديد يو ځل بيا وويل، حکومت مسووليت لري، چې په ټاکنو کې بې طرفه وي او له حکومتي امکاناتو د يوه کانديد په ګټه او ضد کار وانه خلي او هڅه دې وشي، چې تر پخوانيو ټاکنې ښې وي او تېرې تجربې په کې تکرار نه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر کرزى وايي، د ولسمشرۍ د هېڅ کانديد پلويان بايد خلکو ته ناسم معلومات ورنه کړي، چې ګنې د دوى ټاکنيز ټکټ د ولسمشر ملاتړ له ځان سره لري.

ولسمشر کرزي تېره ورځ د کابينې په غونډه کې يو ځل بيا د ټاکنو په پروسه کې د دولت په بې طرفۍ ټينګار وکړ، ټولو دولتي چارواکو او کارکوونکو په ځانګړي ډول واليانو او د کابيني وزيرانو ته يې حکم وکړ، چې دولتي امکانات د هېڅ کانديد په ګټه ونه کاروي.

ډاکټر عبدالله د افغانستان د قومونو پيوستون شورا په مراسمو کې د خبرو پر مهال وويل، چې د رڼو،عادلانه او سراسري ټاکنو ترسره کېدل، د ټاکنو د کمېسيون مسووليت دى او که چېرې دغه کمېسيون غفلت وکړي، نو پايله به يې د ناورين پر لور د افغانستان بيول وي.

د افغانستان د قومومونو شورا نن د ډاکټر الله له ټاکنيز ټيم او پروګرامونو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

ددې شورا رييس غازي نواز ټڼي وويل، چې افغانستان په تېرو ١٣ کلونو کې طلايي فرصتونه  درلودل، د ټولې نړۍ د پاملرنې محورو، خو له دې سره سره سوله، امنيت او قانون په کې پلى نه شو، وزګارتيا او فساد اوج ته ورسېدل او هېواد له لسګونو نورو ستونزو سره مخ شو.

هغه زياته کړه: ((له دغو ستونزو څخه د وتلو لپاره موږ ناستې کړي او ټول په دې نظر يو، چې د دې ستونزې د حل او ورڅخه د وتلو لپاره ښه بديل د ډاکټر عبدالله انتخاباتي ډله ده، نو ځکه نن ورڅخه رسما خپل ملاتړ اعلانوم.))

ډاکټرعبدالله د افغانستان د قومونو د پيوستون شورا ملاتړ د بريا پر لور يو ښه ګام وګاڼه او ويې ويل، داسې کړۍ شته چې د قومونو تر منځ بيلتون راولي، ژبنيو او سمتي وېشنو ته لمن وهي، خو ننني خوځښت وښوده،چې افغانستان او خلک يې يو دي.

ډاکټرعبدالله د ټاکنيزو مبارزو د پيل په لومړۍ ورځ، د قانون يو ډول پلي کول، د امنيت راوستل، ښه حکومتوالي او له فساد سره جدي مبارزه د خپلو مهمو پروګرامونو څخه ګڼلې وه.

د ولسمشرۍ لپاره ټاکنيزې مبارزې د سلواغې مياشتې په ١٣مه رسما پيل شوې او ټاکل شوې، چې دا مبارزې د ټاکنو د ترسره کېدو له ورځې (د ١٣٩٣ د وري ١٦مه) دوه ورځې وړاندې پاى ته ورسېږي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.