ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل پلچرخي کې لاريون وشو

د کابل پلچرخي کې لاريون وشو

author avatar
12 Feb 2014 - 14:49
د کابل پلچرخي کې لاريون وشو
author avatar
12 Feb 2014 - 14:49

کابل (پژواک ٢٣ سلواغه ٩٢): نن د کابل ښار په پلچرخي سيمه کې لسګونو تنو د پوليسو له لوري د يوه ملکي وګړي د وژل کېدو په اعتراض کې په لاريون لاس پورې کړ.

د کابل ښار د دوولسمې امنيتي حوزې امر سمونوال اکبر علي پژواک خبري اژانس ته وويل، نن سهار د پلچرخي سيمې لسګونو اوسېدونکو، چې له ځان سره يې يو مړى هم لېږداوه د پلچرخي زندان د دروازې مخې ته پر لاريون لاس پورې کړ.

هغه وويل، لاريون کوونکي له ځان سره کومه  وسله نه لري او زياته يې کړه، چې د تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره يې ټينګ تدابير نيولي دي.

خو د سيمې يوه اوسېدونکي شهاب الدين تره خېل پژواک ته وويل، چې نن سهار پوليسو يو تن  د پلچرخي زندان د ننوتو د دروازې مخې ته پر ډزو سره وواژه.

تره خېل زياته کړه، چې له دې پېښې وروسته د دې سيمې شاوخوا دوو سوو اوسېدونکو د دغه ملکي وګړي د وژل کېدو په اعتراض کې په لاريون لاس پورې کړ او له حکومته غواړي، چې د دې پېښې عاملينو ته جزا ورکړي.

پژواک اژانس له ډېرو هڅو سره سره د پلچرخي زندان د چارواکو په نظر اخيستو بريالى نه شو.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.