ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ديشو او خانشين کې وسله والو روزنيز مرکزونه جوړ کړي

په ديشو او خانشين کې وسله والو روزنيز مرکزونه جوړ کړي

author avatar
12 Feb 2014 - 17:26
په ديشو او خانشين کې وسله والو روزنيز مرکزونه جوړ کړي
author avatar
12 Feb 2014 - 17:26

 لښكرګاه (پژواك ۲۳سلواغه۹۲) : د هلمند سرحدي پوليس وايي ، چې له پاكستان سره  پر پوله پرتې ولسوالۍ ديشو كې د وسله والو طالبانو او د نشه يي توكو قاچاق وړونكو له خوا لويې اډې جوړې شوې دي.

په دې ولايت کې د سرحدي  پوليسو د شپږم زون د كشف امر سمونول عبدالا حمد احمدي د سلواغي په ۲۳ مه خبريالانو ته وويل ، چې وسله والو طالبانو  ددې ولسوالۍ په بهرامچې كې ښكاره د خپلو كسانو د روزنې لپاره مركزونه جوړ كړي دي .

هغه زياته کړه ، چې وسله وال بيا  له دې لارې د هلمند په ګډون  نيمرزو ،فراه او نورو ولايتونو ته خپل فعاليتونه غځوي، چې له امله يې نا امنۍ زياتيږي.

د نوموړي په وينا، د نشه يي توكو قاچاق وړونكي هم په دې سيمه كې  د هيروينو او نورو نشه يې  توکو د پروسس فابريكې لري ، چې  له يوې خوا له دې لارې له وسله والو طالبانو سره مرسته كوي او له بلې خوا كرونده ګر هڅوي، چې په خپلو ځمكو کې  د کوکنارو کرکيله وكړي.

حمدي وويل ، چې اوس مهال يې په ديشو او خانشين  ولسواليو كې د وسله والو طالبانو او د نشه يي توكو د قاچاق وړونكو د مركزونو د له منځه وړلو په موخه  پراخ عمليات پيل كړي دي .

د هغه په وينا، له دې عملياتو څخه يې موخه له  يوې خوا په ياده سيمه كې دوامداره امنيت او له بلې خوا راتلوونكو ټاكنوته زمينه  برابرول دي.

د سرحدي پوليسو دکشف امر زياتوي، چې په دې عملياتوكې تر اوسه څلور وسله وال طالبان وژل شوي اودوه تنه يې له يوشمېرسپكو وسلواويوه اندازه مهماتوسره  نيول شوي دي.

احمدي وويل ، چې په تر سره شويو عملياتو كې تر دې مهاله دوى ته زيان نه دى اوښتى.

د  ديشو ولسوالۍ د هلمند په سوېل كې پرته  ده ، چې تر ډېره پكې ددولت د وسله والو مخالفينو واك چليږي.

طالب وياند قاري يو سف وايي، چې په يادو عملياتو کې شپږ كورني سرتيري وژل شوي او دوه عرادې موټر يې له منځه وړي دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.