ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په یوه داخلي برید کې دایساف دوه سرتیري وژل شوي

په یوه داخلي برید کې دایساف دوه سرتیري وژل شوي

author avatar
12 Feb 2014 - 21:06
په یوه داخلي برید کې دایساف دوه سرتیري وژل شوي
author avatar
12 Feb 2014 - 21:06

کابل (پژواک، ۲۳ سلواغه ۹۲ ) : ایساف وایي چې دافغان ځواکونو په یوه داخلي برید کې یې دوه سرتیري وژل شوي دي.

په کابل کې دیادو ځواکونو مطبوعاتي دفتر لخوا دسلواغې په ۲۳مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دا پيښه نن دافغانستان په ختیځ کې رامنځته شوې ده.

سرچینې زیاته کړې چې د افغان ملي ځواکونو په یونیفارم کې دوو کسانو ددوی پر ځواکونو ډزې کړې چې له امله یې دایساف دوه سرتیري وژل شوي دي.

ایساف ویلي چې له افغان ځواکونو سره یې په ګډه په دې اړه پلټنې پیل کړې دي.

سرچینې د وژل شویو سرتیرو هویت نه دی په ډاګه کړی، خو باید وویل شي چې په ختیځ کې دایساف امریکایي سرتیري میشت دي.

 بلخوا د کاپیسا والي جنرال محراب الدین وایي چې دا پپيښه ددې ولایت دتګاب ولسوالۍ د تعمیر بازار په سیمه کې رامنځته شوې ده.

هغه پژواک اژانس ته وویل چې  د ملي اردو ځواکونو او ایساف ترمنځ نښته شوې چې له امله یې ددواړو لوریو ترڅنګ یو شمیر ملکي وګړي هم ټپي شوي دي.

دی وایي چې سیمې ته یې د پلټنو لپاره یو پلاوی لیږدلی دی.

طالبان هم ددې پيښې پخلی کوی. دطالبانو لخوا  په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې په دې نښته کې اوه افغان او څلور امریکایي سرتیري وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان دي.

دوی دغه راز ادعا کړې چې په دې داخلي برید کې اته تنه عام وګړي هم وژل شوي او ۵ نور ژوبل شوي دي.

 

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.