ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې ١٢ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کونړ کې ١٢ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
13 Feb 2014 - 15:25
کونړ کې ١٢ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
13 Feb 2014 - 15:25

اسعداباد (پژواک ٢٤ سلواغه ٩٢): د کونړ ولايت په ناړۍ ولسوالۍ کې د يوې نښتې په ترڅ کې ١٢ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د سلواغې په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه د ناړۍ ولسوالۍ اړوند د ساو په سيمه کې وسله والو طالبانو د افغان امنيتي ځواکونو پر امنيتي پوستې بريد کړى و.

هغه زياته کړه، چې تر بريد وروسته د دواړو لورو ترمنځ سخته نښته رامنځته شوه، چې په پايله کې يې پنځه وسله وال طالبان ووژل شول او درې نور ژوبل شوي دي.

سيدخېل دغه راز  وويل، چې په دې نښته کې يو پاکستانى کډوال  او د ملي اردو يو سرتېرى هم وژل شوي او د سيمې دوه ماشومانې ټپيانې شوې دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د دې جګړې په اړه څه نه دي ويلي.

د يو بل خبر له مخې، په دغه ولايت کې د وسله والو مخالفينو يوه اوه کسيزه ډله د سولې له بهير سره يو ځای شوې ده.

د کونړ والي شجاع الملک جلاله پژواک ته وويل، چې دغه ډله د  شيخ کامل جان   پر مشرۍ له تېرو لسو کلونو راهسې د کونړ په ماڼوګي ولسوالۍ کې د دولت پر خلاف کړنې ترسره کولې.

هغه زياته کړې، چې دغه ډله له خپلو وسلو سره يو ځاى د ملي امنيت د هلو ځلو په پايله کې د سولې له پروسې سره يوځاى شوه.

د يو ځاى شوې ډلې مشر شيخ کامل جان پژواک ته وويل، چې دوى د  بهرنيانو پر وړاندې وسله را اخيستې وه، اوس چې بهرنيان له دغه ولايت څخه وتلي، نو جګړې ضرورت نشته.

بلخوا په ميدان وردګو ولايت کې  د دوو مېرمنو په ګډون څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د والي وياند عطاء الله خوګياڼي پژواک ته وويل، چې تېره شپه په ميدان ښار او نرخ ولسوالۍ کې يو وسله وال طالب وژل شوى او يو پوليس ټپي دى.

هغه زياته کړه، چې په نرخ ولسوالۍ کې د سړک غاړې د ماين په چاودنه کې دوه مېرمنې ټپي شوې دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.