ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سلګونو تنو د ګل اغا شېرزي له کانديدۍ څخه  ملاتړ اعلان کړ

سلګونو تنو د ګل اغا شېرزي له کانديدۍ څخه ملاتړ اعلان کړ

author avatar
15 Feb 2014 - 18:22
سلګونو تنو د ګل اغا شېرزي له کانديدۍ څخه  ملاتړ اعلان کړ
author avatar
15 Feb 2014 - 18:22

 کابل (پژواک ٢٦ سلواغه ٩٢): په کابل ښار کې نن د يوې غونډې په ترڅ کې د بېلابېلو بنسټونو سلګونو تنو، د جمهوري رياست له کانديد محمدشفيق ګل اغا شېرزي څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

د کابل ښار په ديارلسمه ناحيه کې د ګل اغا شېرزي د ټاکنيز دفتر مشر محمد محمدي په نننۍ غونډه کې وويل، چې د افغانستان د ځوانانو علمي ټولنه، د افغانستان د مدني ټولنې بنسټونو ملي ايتلاف، د افغان محصلينو د ودې ټولنه، کابل کې د صفا د اوسېدنې ښارګوټي ټولنيزه شورا او د اهل بيتو فرهنګي ټولنه له شېرزي څخه خپل ملاتړ اعلانوي.

 د افغانستان د ځوانانو علمي ټولنې مشر سيد هادي، د دغې غونډې په ترڅ کې په هېواد کې د پوهنې او روغتيا معياري خدمتونه د خلکو لومړنۍ اړتياوې وبللې او شېرزي ته يې په خطاب کې وويل: ” موږ له تاسو څخه ځکه ملاتړ کوو، چې تاسو د برياليتوب پر مهال د پوهنې، روغتيا، اقتصاد او بيارغونې برخو ته ښه پاملرنه وکړئ.”

 دغه راز نوموړي د ګل اغا شېرزي له ټيم څخه وغوښتل، چې په ټاکنو کې د برياليتوب پر مهال د ځوانانو د فکري پراختيا لپاره زمينه برابره کړي او ځوانانو ته د کارموندنې لپاره هڅې وکړي.

 د يادولو ده، چې سيدحسين عالمي بلخي او محمد هاشم زارع د ګل اغا شېرزي د لومړي او دويم مرستيالانو په توګه ټاکل شوي دي.

د افغانستان د مدني ټولنې بنسټونو ايتلاف وياند خداداد، دغه ټيم په امنيت او بيارغونه کې يو بريالى ټيم وباله او ويې ويل، چې د شېرزي او د هغه د مرستيالانو تېرو کړنو خلک دې ته هڅولي، چې له دوى څخه ملاتړ وکړي.

هغه وويل، چې په دې ايتلاف کې له شلو څخه ډېرې مدنې ټولنې موجودې دي.

 شېرزي په نننۍ غونډه کې د ملي يووالي تر څنګ له خلکو وغوښتل، چې د راتلونکي مشر په ټاکلو کې له ډېر احتياط څخه کار واخلي او هغه چا ته خپله رايه ورکړي، چې په هېواد کې د سولې،د امنيت ټينګښت او ابادۍ توان لري.

نوموړي وويل، چې د خپل هېواد د ژغورلو او خلکو ته د خدمت کولو په موخه يې ځان کانديد کړى او هيڅکله به هم د چا غلامي ونه مني.

هغه د نننۍ غونډې ګډونوالو ته په خطاب کې وويل: ” ستاسو د باور په صورت کې به د اسلام او ملي يووالي تر چت لاندې، افغانستان جوړوم.”

هغه ژمنه وکړه، چې ټاکنو کې د برياليتوب پر مهال به قاتلين، غله او د مافيا کسان په دولتي څوکيو ونه ګوماري او کار به د کار اهل ته وسپاري.

 ټاکل شوې، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې، د راتلونکي کال د وري مياشتې په ١٥مه تر سره شي.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.