ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سپينې ماڼۍ د افغانستان له خوا د ٦٥ بنديانو پر خوشې کولو ناهيلي څرګنده کړې

سپينې ماڼۍ د افغانستان له خوا د ٦٥ بنديانو پر خوشې کولو ناهيلي څرګنده کړې

author avatar
15 Feb 2014 - 15:55
سپينې ماڼۍ د افغانستان له خوا د ٦٥ بنديانو پر خوشې کولو ناهيلي څرګنده کړې
author avatar
15 Feb 2014 - 15:55

واشنګنټن (پژواک، ٢٦ سلواغه ٩٢ ) : سپينې ماڼۍ د افغانستان له خوا د ٦٥ بنديانو پر خوشې کولو د ناهيلۍ څرګندولو ترڅنګ غوښتنه کړې ، چې خوشې شوي خلک بيا جرمونو او ترهګرۍ ته لاس وانه چوي.

د افغانستان حکومت د تېرې پنجشنبې په ورځ له بګرام زندان څخه هغه ٦٥ بنديان خوشې کړل، چې د امريکا له خوا خطرناک بلل شوي وو او ددوى د نه خوشې کولو غوښتنه يې کړې وه.

د سپينې ماڼۍ وياند جي کارني په واشنګټن کې خبريالانو سره د خبرو پر مهال د يادو بنديانو پر خوشې کېدو ناهيلي څرګنده کړه .

هغه د افغانستان له حکومت څخه وغوښتل، چې دا خبره يقيني کړي ، چې دغه کسان يو ځل بيا جرمونو او ترهګرۍ ته لاس وانه چوي او که چېرې دغه کار يې وکړ، نو د قانون منګولو ته  دې وسپاري.

کارني زياته کړه : (( موږ مايوسه شو، ځکه چې ددغو کسانو لاسونه په وينو سره دي او دوى امريکايي ځواکونو او افغانانو ته ګواښ رامنځته کوي.))

نوموړي له افغان دولت څخه غوښتنه وکړه، چې ټولې هغه هڅې په لاره واچوي، څو دغه کسان يو ځل بيا ترهګرۍ ته مخه  نه کړي.

د سپينې ماڼۍ وياند دغه راز دا غوښتنه وکړه، چې افغان حکومت د پاتې خطرناکو بنديانو دوسيې سمې وڅېړي .

بلخوا د امريکا د دفاع وزارت وياند جان کربي هم د يادو بنديانو پر خوشې کېدو خواشيني څرګنده کړه او ويې ويل ، چې دغه کار ددواړو هېوادونو د اړيکو لپاره ګټور نه دى.

هغه زياته کړې ، چې ددغو بنديانو خوشې کېدل په افغانستان کې د امريکا د روان ماموريت لپاره خطرناک دي .
نوموړي ويلي : (( هره ورځ موږ په افغانستان کې د داډول دښمنانو پر ضد عمليات کوو، دوى زموږ ځواکونه ، متحدين او افغانان په نښه کوي .

د بګرام د نظامي پوليسو د لومړۍ فرقې لوا د رسنيو مسوول جګړن نعمت الله خاکي پژواک ته ويلي وو ، چې ياد بنديان د لويې څارنوالۍ د حکم پر اساس خوشې شوي ، چې د بېلابېلو ولايتونو اوسېدونکي دي.

لويې څارنوالۍ ويلي و، چې د بګرام د بنديانو د دوسيو څېړلو د کمېسيون له خوا دوى ته ٨٨ دوسيې سپارل شوې وې، چې له کره پلټنو وروسته يې د ٦٥ بنديانو د خوشې کولو پرېکړه وکړه.

د لويې څارنوالۍ وياند عبدالبصير عزيزي هم تېره اونۍ په يوه خبري غونډه کې ويلي و ، چې د پاتې ٢٣ دوسيو په اړه د دوى څېړنې ادامه لري او که چېرې په اړه يې شواهد او اسناد ترلاسه نه شول، نو هغوى به هم خوشې شي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.