کندهار ( پژواک، ٢٦ سلواغه ٩٢ ): ولسمشر حامد کرزى کندهار ولايت ته تللى او هلته به د هېواد په کچه لومړى کرنيز پوهنتون پرانيزي.
د کندهار ولايت مقام يوې سرچينې د سلواغې په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې له ولسمشر سره يو شمېر کورني او بهرني لوړ پوړي چارواکي هم ملتيا کوي.
ټاکل شوې ده، چې ولسمشر حامد کرزى په دې ولايت کې د هېواد د کرنيزو علومو او ټکنالوجۍ لومړى ملي پوهنتون پرانيزي .
د کرنيزو علومو او ټکنالوجۍ ملي پوهنتون د هېواد په کچه لوى پوهنتون دى ، چې بشپړ تاسيسات يې د هندوستان هېواد د ١٠٠ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت د کندهار ښار د ترنک د تحقيقاتي فارم په ساحه کې جوړېږي.
که څه هم د دغه پوهنتون د ودانۍ د رغولو چارې لا نه دي پيل شوي، خو چارواکي وايي، تر هغه چې تر راتلونکو دوو يا درېيو کلونو د دغه پوهنتون لپاره ودانۍ جوړېږي، اوسمهال به يې چارې د کرنې او مالدارۍ انسټيټيوټ په ودانۍ کې پيل کړي، چې د کاناډا هېواد په مالي لګښت جوړه شوې ده.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن