لښکرګاه ، اسعداباد ( پژواک، ٢٦ سلواغه ٩٢ ) : د هلمند او کونړ ولايتونو چارواکي وايي، چې په بېلا بېلو پېښو کې ١٦ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د سلواغې په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې تېر ماښام د سرکاڼو ولسوالۍ اړوند د ګلاب پړۍ په سيمه کې د ملي امنيتي ځواکونو پر ګزمې وسله والو مخالفينو بريد کړى و.
هغه زياته کړه ، چې تر بريد وروسته په سيمه کې د دواړو لوريو ترمنځ نښته رامنځته شوه، چې له امله يې ٩ وسله وال ووژل شول.
امنيه قوماندان وويل ، چې د درېيو وژل شويو وسله والو جسدونه په سيمه کې پاتې دي او امنيتي ځواکونو وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي.
دى وايي ، چې په دې نښته کې دولتي ځواکونو ته هېڅ ډول زيان نه دى اوښتى.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي، چې په دې نښته کې اته دولتي سرتېري وژل شوي او يواځې د درېيو طالبانو وژل کېدل تاييدوي.
د يوه بل خبر له مخې، د هلمند ولايت امنيتي مسوولينو د لښكرګا ښار اړونده د خشك ابي په سيمه كې د درېيو وسله والو طالبانو د وژلو خبر ورکړى دى.
د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونوال عبدالاحد چوپان پژوواک ته وويل ، دا عمليات د پوليسو له خوا ترسره شوي، چې په ترڅ کې يې څلور وسله وال ټپيان شوي هم دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن