ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خوست کې ډاکترانو ته روزنيز مرکز جوړ شو

په خوست کې ډاکترانو ته روزنيز مرکز جوړ شو

author avatar
16 Feb 2014 - 16:54
په خوست کې ډاکترانو ته روزنيز مرکز جوړ شو
author avatar
16 Feb 2014 - 16:54

خوست (پژواک ٢٧ سلواغه ٩٢): په خوست کې د روغتيايي کار کوونکو د کاري وړتياوو د لوړاوي او په دې برخه کې خلکو ته د ښو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه روزنيز مرکز پرانيستل شو.

د خوست د عامې روغتيا رييس ډاکټر هدايت الله حميدي د سلواغې په ٢٧مه د دغه مرکز د پرانيستې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه مرکز کې به د ښې رهبرۍ، مديريت او ښې حکومتولۍ په برخو کې زده کړې کېږي.

ډاکټر حميدي وويل، چې په ياد مرکز کې به د هېواد د ۳۴ ولايتونو سربېره د ګاونډيو هېوادونو روغتيايي کار کوونکي هم په يادو برخو کې لنډمهالې زده کړې کوي.

هغه زياته کړه: ((دغه مرکز د “LMG ” (Leadership, Management and Governance) په نوم د يوې موسسې له خوا، چې د امريکا نړيواله پرمختيايي اداره يا USAID يې تمويلوي، پرانيستل شو.))

نوموړي وويل، چې LMG د افغانستان د عامې روغتيا د وزارت په چوکاټ کې د روغتيا په برخه کې کار کوي.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د ولايتي اړيکو د دفتر مشاور ډاکټر هدايت الله سهاک چې د ياد مرکز د پرانيستې په غونډه کې يې ګډون کړی و، دغه مرکز د ښو روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ډېر مهم وباله.

هغه پژواک ته وويل، چې په ياد مرکز کې به زده کړې دوامداره نه وي، بلکې د ورکشاپونو، سيمينارونو او کنفرانسو په بڼه به د ولايتونو ډاکټران يو له بل سره تجربې شريکوي او نېمګړتياوې به له منځه وړي.

نوموړي وويل: ((د يوې ځانګړې ارزونې له مخې، چې موږ ترسره کړې ده، د هېواد په ځينو ولايتونو کې د روغتيايي خدمتونو په وړاندې کولو کې يو شمېر نيمګړتياوې لېدل کېږي او خدمتونه په ښه بڼه نه وړاندې کېږي.))

نوموړي زياته کړه، چې د همدې ستونزو د لرې کولو لپاره او د ښې رهبرۍ، مديريت او حکومتوالۍ د دودولو په موخه يې د دغه مرکز جوړول اړين وبلل.

د خوست د والي مرستيال عبدالواحد پټان، چې د ياد مرکز د پرانيستې غونډې ته يې خبرې کولې، د عامې روغتيا له وزارت څخه مننه وکړه، چې د دغه مرکز جوړولو لپاره يې خوست ولايت ټاکلی دی.

هغه له مسوولينو غوښتنه وکړه، چې پر هغو لارو چارو کار وکړي، چې په رښتينې ډول د روغتيايي خدمتونو په وړاندې کولو او د خلکو د روغتيايي ستونزو په لرې کولو کې اغېزمن تمام شي.

همدارنګه د دغه مرکز له پرانيستې سر سم په دغه مرکز کې د ختيځو او سوېل ختيځو ولايتونو د عامې روغتيا ګڼ شمېر مسوولينو لپاره يوه درى ورځنى ورکشاپ هم پيل شو.

د خوست د عامې روغتيا سرپرست رييس ډاکټر هدايت الله حميدي پژواک اژانس ته وويل، چې په دغه ورکشاپ د ننګرهار، کونړ، لغمان، لوګر، غزني، پکتيا، پکتيکا او خوست ولايتونو شاوخوا دېرشو کسانو ګډون کړی دی.

د پکتيکا د عامې روغتيا رييس ډاکټر ولي ګل، چې په ياد ورکشاپ کې يې ګډون کړی دی، پژواک اژانس ته وويل، چې د خپلو کاري دندو د ښو پرمخ بيولو لپاره د داسې مرکزونو روزنې ته ډېره اړتيا لري.

نوموړي وويل: ((موږ به وکولای شو، چې خلکو ته ښه خدمتونه وړاندې کړو، د خلکو روغتيايي ستونزې حل کړو، موږ په ډېرو لرې پرتو سيمو کې ډاکټران لرو، د هغوی کاري وړتياوې به لوړې شي.))

د يادونې ده، چې دا د افغانستان په کچه درېيم مرکز دی، چې جوړېږي. تر دې مخکې په هرات او کندهار کې هم دې ته ورته مرکزونه جوړ شوي دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.