ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې لسګونه ميله وسله ونيول شوه

کابل کې لسګونه ميله وسله ونيول شوه

author avatar
16 Feb 2014 - 18:09
کابل کې لسګونه ميله وسله ونيول شوه
author avatar
16 Feb 2014 - 18:09

کابل (پژواک ٢٧ سلواغه ٩٢): پوليسو په کابل ښار کې د لسګونو ميله وسلو، الکولي مشروباتو او د دوو وسله والو ډلو له نيولو خبر ورکړى دى.

د کابل امنيه قوماندانۍ له لوري پژواک خبري اژانس ته نن په رالېږل شوې خبرباڼه کې ويل شوي، چې د امنيه قوماندانۍ منسوبينو د کابل ښار په اړوندو سيمو کې، د يو لړ عملياتو په ترڅ کې ٥٩ ميله بېلابېلې وسلې کشف ا و ترلاسه کړې دي.

سرچينې زياته کړې، په يو لړ نورو عملياتو کې يې د څلورمې امنيتي حوزې په اړونده يوه هوټل کې ١٦ بوتله الکولي مشروبات ترلاسه کړي او په تړاو يې يو کس نيول شوى دى.

په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې پوليسو يو بل تن د نهمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې د ٣٨ بوتله الکولي مشروباتو په شک نيولى دى.

امنيه قوماندانۍ زياته کړې، په يوه بل اقدام کې يې يوه ډله وسله وال غله هم چې شمېر يې پنځو تنو ته رسېږي، د کابل ښار د ديارلسمې حوزې په مربوطاتو کې نيولي دي.

سرچينې زياته کړې، دغو غلو د خلکو له کورونو د لوټلو ترڅنګ د موټرو نمبرپلېټونه هم غلا کول او د سپارلو په بدل کې به يې ترې د نغدو پيسو غوښتنه کوله.

د ويلو ده، چې امنيه قوماندانۍ تېره اونۍ هم د ٢٢ کسانو له نيولو خبر ورکړى او ويلي يې و، چې په دوى کې دوو تنو يې په کابل کې د ورانکارو کړنو هوډ درلود او شل نورو يې په وژنو، له کورونو څخه په وسله والو غلاوو، د وسايطو په غلا او نورو نامشروعو کړنو کې لاس درلود.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.