ترينکوټ (پژواک ٢٨ سلواغه ٩٢): د اروزګان چارواکي وايي، چې سږ کال به په دغه ولايت کې زره هکتاره ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه کړي.
د اروزګان مرستيال والي شېرپاچا ارګوني د سلواغې په ٢٨مه په اداري غونډه کې امنيتي ادارو ته سپارښتنه وکړه، چې بايد د کوکنارو کرکيله له منځه يوسي.
نوموړي وويل، په پلان کې لري، چې روان کال د اروزګان په مرکز او يو شمېر ولسواليو کې د کوکنارو د کښت پر وړاندې جدي مبارزه پيل کړي.
هغه وايي: ((هر کال د اروزګان پر کروندګرو غږ کوو، چې د کوکنارو له کرکېلې لاس واخلي، خو بيا هم کوکنار کرل کېږي، نو سږ کال پلان لرو ، چې په دې برخه کې جدي و اوسو او په ټول اروزګان کې زر هکتاره ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه کړو.))
ويل کېږي ، چې د دغه ولايت په يو زيات شمېر سيمو او ولسواليو کې کابو يوه مياشت مخکې د کوکنار کرکېله شوې ده.
د اروزګان مرستيال والي شېرپاچا ارګوني د ولايت له ملکي او پوځي چارواکو وغوښتل، چې دوى دې هم په خپلو ځمکو کې د کوکنارو له کرلو ډډه وکړي.
نوموړى وايي: ((که چېرې د اروزګان کوم دولتي کارکوونکي يا چارواکي په خپله ځمکه کې کوکنار کرلي وي، نو سمدستي به يې څارنوالۍ ته ور وپېژنم.))
هغه وويل، سږ کال به د کوکنارو د مخنيوي لپاره عامه پوهاوى هم وکړي، خو له دې سره سره به له هغو کروندګرو سره قانوني چلند وشي، چې پر ځکمو کې يې کوکنار کرلي وي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن