ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نامسووله وسله وال د شمال امنيت ته ګواښ دي

author avatar
18 Feb 2014 - 15:40
author avatar
18 Feb 2014 - 15:40

مزارشريف (پژواک ٢٩ سلواغه ۹۲): د بلخ امنيه قوماندان وايي، د شمال زون په بېلابېلو ولايتونو کې لا هم نامسووله وسله وال شته، چې د دغه زون امنيت ته ستر ګواښ بلل کېږي.

د بلخ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمان رحيمي د سلواغې په ۲۹مه ډاياګ ته د وسلو د سپارلو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، په کار ده، چې په دغه ولايت د وسلو ټولولو  پروسه په سمه توګه ترسره شي.

نوموړي زياته کړه، چې په شمال کې د ډاياګ پروسې له لارې زيات شمېر نامسووله وسله وال بانډونه بې وسلې شوي او زرګونه ميله سپکې او درنې وسلې ډاياګ ټولې کړې دي.

خو د هغه په وينا، لا هم د شمال زون په ځينو سيمو کې نا مسوول وسله وال شته دي.

رحيمي د کومې ځانګړې سيمې او يا هم د وسله وال بانډ نوم په ډاګه نه کړ خو زياته يې کړه، چې دغه غير مسوول وسله وال د ډاياګ پروسې په سمه توګه د نه ترسره کېدو له امله پاتې شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې نن يې ۳۲ ميله بېلابېل ډوله وسلې ډاياګ ته وسپارلې.

د هغه وايي: ((په دغو وسلو کې ۱۱ ميله کلاشينکوفونه، ۱۴ تومانچې او ۷ ميله چريي ټوه پک شامل دي دي.))

رحيمي وويل، چې دغه وسلې د تېرو دوو مياشتو په ترڅ کې په بېلابېلو پېښو کې نيول شوې، چې په تور يې ۳۷کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته پېژندل شوي دي.

په شمال کې د ډاياګ پروسې مسوول جنرال عبدالمنان پژواک ته وويل، چې په هر ولايت کې غير مسوول وسله وال بانډونه شته دي.

نوموړي زياته کړه، چې دوی د دغو بانډو له شتون څخه سترګې نه شي پټولی خو دا هم وايي، چې په اړه يې معلومات نه لري، چې چېرته دي او څه ډول فعاليت کوي.

د هغه په وينا، دا د امنيتي او کشفي ارګانونو دنده ده، چې بايد د ډاياګ پروسې ته يې په اړه معلومات ورکړي.

جنرال عبدالمنان وويل:((هر هغه څوک چې له دوو ميله وسلو څخه چې قانوني سند يې لري، زياتې وسلې له ځانه سره وګرځوي، نو د غير مسوول وسله وال بانډ په نامه پېژندل کېږي.))

همداراز هغه وويل، چې له کلاشينکوف څخه درنه وسله هم څوک له يو ځای څخه بل ځای ته نه شي لېږدولی.

په شمال زون کې د ډاياګ پروسې مسوول وويل: ((که چېرې يو ميل غير قانوني وسله هم پاتې وي نو د دې امکان شته، چې په نا امني کې ترې کار واخيستل شي، دا چې لا هم په شمال کې د وسله والو ګروپونو د شتون اټکل کوو، نو لرې نه ده، چې د دغه زون په ناامني کې به مهم رول ولري.))

نوموړي زياته کړه، چې د روان کال له پيله تر دې دمه په شمال زون کې ۵۷۰ ميله بېل بېل ډوله وسله ډاياګ ته سپارل شوي او په بلخ ولايت کې د نننۍ سپارل شوې وسلې په ګډون ۱۷۰ ميله بېلا بېل ډول وسلې د ډاياګ پروسې ته سپارل شوي دي.

د هغه په وينا په شمال کې د ډاياګ پروسې له پيل- ۱۳۸۵لمريز، څخه تر دې دمه څه باندې ۱۱زره او ۵۰۰ ميله بېلا بېل ډول وسلې ټولې شوي دي.

جنرال منان وويل، چې په ۱۳۸۵ لمريز کې چې،د ډاياګ پروسې پيل و، په شمال زون کې ۵۰۰ غېر مسوول وسلوال ګروپونه اټکل شوي وو، چې له دې ډلې څخه تر دې دمه ۱۸۵ ګروپونه د يادې پروسې په ترڅ کې منحل شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې په پاتې ګروپونه کې ممکن يو شمېر يې وژل شوي وي، ځينې تښتېدلې وي او ځينو يې وسلې غورځولي او عادي ژوند ته ګرځېدلې وي.

 

 

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.