جلال اباد(پژواک،۲٩سلواغه۹۲)):د ولسمشرۍ کانديد ډاکټر عبدالله وايي،د بريالتوب په صورت کې به د افغانستان په ختيځ کې د زياتو پرمختيايي کارونو تر څنګ په ننګرهار کې د کانال پروژه ورغوي.
نوموړي دغه څرګندونې د سلواغې په ٢٩مه په جلال اباد ښار کې د خپلې لومړنۍ کمپاينيزه غونډې پر مهال خپلو پلويانو ته وکړې.
ډاکټر عبدالله د غونډې ګډونوالو ته يو شمېر وعدې ورکړې،چې له مخې يې د کامې او کونړ پر سيندونو او د برېښنا ستر بندونه اوهمدارنګه د سپين غر په لمنو کې د کوچنيو برېښنا کوټونو د جوړېدو ژمنې شاملې وې.
نوموړي دا هم وويل،چې د بهسودو پول به له سره ورغوي او د خوګياڼوـ جلال اباد، جلال اباد ـ تورخم، جلال اباد ـ کابل لويې لارې به هم جوړوي.
هغه وويل:((په لغمان کې به پوهنتون جوړوم،ځکه لغمانيانو له ډير وخت راهيسې د پوهنتون د جوړيدو غوښتنه کړې او د ننګرهار د کانال پروژه به بيا له سره رغوم.))
د عبدالله لپاره دا غونډه د جلال اباد ښار د شېرزي په لوبغالي کې جوړه شوې وه، چې په کې د نوموړي په پلوۍ د ولسي جرګه غړي حاجي حضرت علي له ټولو ګډونوالو وغوښتل چې رايه ورکړي.
هغه وويل: (( يواځينى کانديد چې هېواد ته يې ګټه ډېره ده هغه ډاکټر عبدالله دى، زه غواړم چې تاسو ده ته رايه ورکړئ.))
په ياده غونډه کې د ډاکټر عبدالله عبدالله مرستيالانو هم ګډون کړى و.
وروسته د حزب اسلامي پخواني جهادي مشر مولوي جانباز د حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي هغه وروستۍ دريځ،چې له يوه کانديده په کې ملاتړ شوى، رد کړ .
هغه وويل: ((موږ ښاغلي حکمتيار ته پوره احترام لرو،هغه په پاکستان کې د حزب اسلامي مشر دى او اوس دلته د حزب اسلامي مشري ارغنديوال صيب کوي او د ارغنديوال دريځ هم روښانه دى.))
په غونډه کې (زنده اباد حکمتيار) شعارونه هم ورکول کېدل.
د لغمان اوسيدونکي رسول خان پژواک ته وويل، چې په راتلونکو ټاکنو کې به ډاکتر عبدالله عبدالله ته رايه ورکړي.
هغه زياته کړه: (( زه په خپله خوښه راغلى يم او د ډاکټر عبدالله ملاتړ هم کوم.))
خو د غونډې يوه ګډونواله، زهرا چې له ښېوې ولسوالۍ څخه راغلې پژواک ته يې وويل ، چې دوى ته د مشرانو له لوري ويل شوي وو، چې په ياده غونډه کې به ورته د لارې کرايه او د غرمې ډوډۍ هم ورکړل شي، خو د غونډې له ختم وروسته ټول سمبالوونکي ترې لاړل.
هغه وايي: ((نه پوهېږم چې غونډه د چا وه، خو چې راغلم عبدالله مې وليد، اوس د لارې کرايه هم نه لرم.))
دې وويل ، چې هر کانديد که کوم کس د غونډې لپاره رابولي بايد د لارې د کرايې او ډوډۍ غمه دې وخوري.
ياده دې وي ، چې دا په ننګرهار کې د ولسمشريزو ټاکنو لپاره د کمپاين لومړنۍ ستره غونډه ده،چې له اووه زرو زياتو کسانو په کې برخه اخيستې وه.
دغه ولايت ته د يوه کانديد سفر په داسې حال کې دى، چې د افغانستان د يو زيات شمېر ولايتونو اوسېدونکي شکايت کوي ، چې د ولسمشريزو ټاکنو کانديدان تراوسه ولايتونوته د ټاکنيزو سياليو لپاره نه دي ورغلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن