ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان دکرکټ د  ١٩ کلنو لوبغاړو په نړيوال جام کې نميبيا ته هم ماتې ورکړه

افغانستان دکرکټ د ١٩ کلنو لوبغاړو په نړيوال جام کې نميبيا ته هم ماتې ورکړه

author avatar
19 Feb 2014 - 15:30
افغانستان دکرکټ د  ١٩ کلنو لوبغاړو په نړيوال جام کې نميبيا ته هم ماتې ورکړه
author avatar
19 Feb 2014 - 15:30

کابل (پژواک ٣٠ سلواغه ٩٢): د افغانستان د ١٩ کلنو ملي لوبـډله د کرکټ په نړيوال جام کې نميبيا ته هم ماتې ورکړه.

د ١٩ کلنو لوبډلو د کرکټ نړيوال جام سيالۍ د سلواغې په ٢٤مه په متحده عربي اماراتو کې پيل شوې چې په کې د نړۍ ١٦ غوره لوبډلو برخه اخيستې ده.

د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د سلواغې په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پچه د نميبيا لوبـډلې وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

هغه زياته کړه، چې د نميبيا لوبـډلې په ټاکل شوو ٥٠ اورونو کې د ٩  لوبغاړو په سوځېدو ١٩٢ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ١٩٣ منډو هدف ورکړ.

دى وايي، چې د افغانستان له لوري مسلم موسى ٣، شرف الدين اشرف ٢ او حشمت الله شاهدي يو لوبغاړى وسوځاوه.

هوتک وويل، چې د افغانستان د ١٩ کلنو کرکټ لوبـډله ياد هدف په ډېرې اسانۍ سره په ٢٥ اورونو  کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ او لوبه يې وګټله.

د افغانستان له لوري حشمت الله شاهدي ٥٢، محمد مجتبى ٥٠، احسان الله ٣١، او ناصر جمال ٣٩ منډې جوړې کړې.

دغې بریا سره افغانستان پخپل ګروب کې دویم مقام او اسټرالیا لومړی مقام خپل کړ او دواړه لوبډلې ددې سیالیو دویم بړاو ته لاره پیدا کړه، افغانستان به په دویم پړاو ( کوارټرفاینل) کې له سویلي افریقې سره مخامخ کیږي.

افغانستان تر دې مخکې اسټراليا ته ماتې ورکړه، خو له بنګله دېش څخه يې ماتې خوړلې وه.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.