ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې ١٤٠ پرمختيايي پروژې پلې کېږي

خوست کې ١٤٠ پرمختيايي پروژې پلې کېږي

author avatar
19 Feb 2014 - 13:49
خوست کې ١٤٠ پرمختيايي پروژې پلې کېږي
author avatar
19 Feb 2014 - 13:49

خوست (پژواک ٣٠ سلواغه ٩٢): د خوست د کلو پراختيا رياست وايي، چې روان کال به د دغه ولايت په څلور ولسواليو کې ١٤٠ پرمختيايي پروژې پلې کړي.

د ياد ولايت د کليو پراختيا رييس محمدعثمان مهدي د سلواغې په ٣٠مه د کرنې او کليو پراختيا سکټور د کلني رپوټ د وړاندې کولو په غونډه کې وويل، سږ کال يې د ثبات (سيکا) پروګرام له لارې زيات شمېر پرمختايي پروژې پلې کړې دي.

هغه وايي: ((د سيکا يا ثبات پروګرام د خوست په څلورو ولسواليو کې کار کوي، چې په ټوله کې يې د٥٠٠پروژو وړانديزونه ترلاسه کړي خو په دغو لسواليو کې به د روان کاري بهير په لړ کې په هره ولسوالۍ کې د ٣٥ په شمېر هغه ټولګټې پروژې به پلې کړو، چې ولس يې خپله وړانديز کړي دي.))

د خوست د کليو پراختيا رييس وويل، چې د خوست په مرکز او ولسواليو کې يې د ملي پيوستون په چوکاټ کې د څه کم ٢٩٦ميليونه افغانيو په ارزښت ٣٢٧بېلابېلې پروژې تر کار لاندې دي او ٦١ پروژې يې په روان لمريز کال کې ګټې اخيستنې ته سپارلې دي.

په ورته مهال د ياد ولايت د کرنې رييس ډاکټر نقيب الله وويل، چې سږ کال يې په بېلابېلوکرنيزو برخو کې د څه کم يوولس ميليونه افغانيو په ارزښت ٦پروژې پلې کړې او د ټولنې د نښلوونکې ادارې په مالي همکارۍ يې د ٢٣بېلابېلو پروژې چارې تر کار لاندې دي.

په همدې حال کې د خوست د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې رييس ميرناګل تڼيوال وويل، چې خوست ته له امتيازي بوديجې يې د ښوونځيو، روغتونونو، کتابتون اوځينو نورو پروژو په پلې کېدو کې يې ګټه اخيستې ده.

د خوست د کرنې، کليو-پراختيا، د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې او چاپېريال ساتنې رياستونه د ياد سکتور غړيتوب لري، چې د رياست چارې يې د کرنې رياست پر غاړه دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.