ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي شورا ډېرى غړي د دريو کانديدانو ملاتړ کوي

د ملي شورا ډېرى غړي د دريو کانديدانو ملاتړ کوي

author avatar
19 Feb 2014 - 14:23
د ملي شورا ډېرى غړي د دريو کانديدانو ملاتړ کوي
author avatar
19 Feb 2014 - 14:23

کابل (پژواک ٣٠سلواغه ٩٢): د ملي شورا له ٢٤٨ غړو، چې له پژواک سره يې اړيکه ټينګه شوې، ٤٤ يې د اشرف غني احمدزي، ٤٤ يې د زلمي رسول او ٣٨ نور د عبدالله عبدالله له نوماندۍ ملاتړ کوي.

د غه راز د ملي شورا له يادو ٢٤٨ غړو، چې د دې شورا د غړو شاوخوا ٧١ سلنه جوړوي، ١٩ د عبدرب الرسول سياف، ٨ يې د عبدالقيوم کرزي او ٤ نور د محمدشفيق ګل اغا شېرزي له نوماندۍ ملاتړ کوي.

خو له يادو ٢٤٨ تنو يوه هم د ولسمشرۍ له پاتې پنځو کانديدانو (قطب الدين هلال، عبدالرحيم وردګ، داود سلطانزوى، هدايت امين ارسلا او محمدنادر نعيم) ملاتړ نه دى کړى.

د راتلونکي کال د وري مياشتې په ١٦مه د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د ټاکنو لپاره د ولسمشرۍ يادو ١١ کانديدانو د سلواغې په ١٣مه ټاکنيزې سيالۍ پيل کړې، چې پر مهال يې بېلابېلو ګوندونو او ټولنو له بېلابېلو کانديدانو ملاتړ کړى دى.

پژواک خبري اژانس تېره اونۍ هڅه وکړه، چې د ملي شورا له غړو هم د ټيلېفون له لارې وپوښتي، چې د ولسمشرۍ له کوم نوماند څخه ملاتړ کوي.

ملي شورا له دوو خونو ولسي جرګې او مشرانو جرګې جوړه ده.

د تشکيل له مخې ولسي جرګه ٢٤٩ او مشرانو جرګه ١٠٢ غړي لري.

خو دا مهال ولسي جرګه ٢٤٦ غړي لري؛ ځکه چې درى غړي يې وژل شوي او پر ځاى يې ځکه څوک نه دي معرفي شوي، چې د قانون له مخې د وژل شوي کس پر ځاى شورا ته څوک نه شي ور پېژندل کېداى.

پژواک د ملي شورا د ټولو ٣٤٨ غړو سره د اړيکې د ټينګښت هڅه وکړه، خو يوازې له ٢٤٨ سره يې اړيکه ټينګه شوه.

له يادو ٢٤٨ کسانو د ولسي جرګې ٣٧ او د مشرانو جرګې ٧ غړو وويل، چې له ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه ملاتړ کوي.

 د ولسي جرګې په يادو غړو کې چې د اشرف غني ملاتړ کوي،حيدرجان نعيم زوى، عبدالصبور خدمت ، تورپيکۍ پتمن، شينکۍ کړوخېل، رمضان جمعه زاده، فرخنده زهرا نادري، محمدولي عليزى، عبدالجبار قهرمان، محمدنعيم حميدزى، اسدالله سعادتي، سيما جوينده، رقيه نايل، نقيب الله فايق، بشيراحمد تينج، عنايت الله بابر فرهمند، عزيز جليس، سيدانور سادات، نادرخان ګټوازى، ساهره شريف، همايون همايون، لياقت الله بابکرخېل، نواب منګل، محمدابراهيم غښتلى، صديقه مبارز، عبدالظاهر قدير، ارين يون، سيدداود نادري، سيدمنصور نادري، ګلالۍ نور ساپۍ، زيفنون ساپى، محمدعلي عليزاده، چمن شاه اعتمادي، خداداد عرفاني، شاه ګل رضايي، شکېبا هاشمي، ګل پادشاه مجيدي او ناجيه بابکرخېل شامل دي.

دغه راز له مشرانو جرګې په يادو ٧ کسانو کې چې د اشرف غني ملاتړ کوي، حضرت صبغت الله مجددي، صالحه مهرزاد، صفت الله حقمل، عبدالباقي بريال، فريده کوچۍ ، محمداسماعيل منشي او محمد امين احمدي شامل دي.

په ولسي جرګه کې د بغلان استازى سيد منصور نادري وايي، له دې امله له اشرف غني احمدزي ملاتړ کوي، چې پوه او قاطع سړى دى او د افغانستان د راتلونکي لپاره کار کولاى شي.

د ولسي جرګې ٣٦ او د مشرانو جرګې ٨ غړو پژواک ته ويلي، چې له ډاکټر زلمي رسول څخه ملاتړ کوي.

له ولسي جرګې ملاسيد محمد اخند ، غلام فاروق مجروح، معلم ميرولي، محمدهاشم مهدوي، فاطمه نظري، جعفر مهدوي، احسان صاحبزاده، شېرولي وردګ، رحيمه جامي، نثاراحمد غورياني، محمدرضا خوشک وطن دوست، فريده حميدي، فرېبا کاکړ، عبدالقادر قلاتوال، سيد محمدداوود، غلام سرور فايز، حميده اکبري، عبدالستار خواصي، محمدالماس زاهد، سامعه عزيز، صديق احمد عثماني، ذکيه سنګين، طاهره مجددي، محمد اقبال ساپى، حاجي اغا جان، صالح محمد،سخي مشواڼى، ميرويس ياسيني، سيد اکرام، ليلما ولي حکمي، دلاور ايماق، محمدعارف شاه جهان، محمدعارف رحماني، محمديوسف صابر،نفيسه سلطاني او حميده احمدزۍ له زلمي رسول څخه ملاتړ کوي.

او له مشرانو جرګې رفېع الله ګل افغان، سيد فرخ شاه جناب، پوهنمل حميرا نعمتي، رڼا ترين، سارا سرخابي، عارف الله پشتون، محمد داود غفاري او نجيبه حسيني د زلمي رسول ملاتړي دي.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازې ليلما ولي حکمي وايي، ځکه له زلمي رسول څخه ملاتړ کوي، چې نړيواله پېژندګلوي لري او کولاى شي د نړۍ مرستې افغانستان ته را جذب او هېواد له شته ستونزو خلاص کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د زلمي رسول د کمپاين دفتر د معلوماتو له مخې ، چې د ملي شورا شاوخوا ٨٤ غړي د زلمي رسول له نوماندۍ ملاتړ کوي.

د ولسي جرګې ٣٠ تنو او د مشرانو جرګې ٨ تنو ويلي، چې له ډاکټر عبدالله عبدالله څخه ملاتړ کوي.

له ولسي جرګې محمد يونس قانوني، عبدالحفيظ منصور، سيدعلي کاظمي، الله ګل مجاهد، احمد بهزاد، سميع الله صميم، محمدسرور عثماني، قاضي عبدالرحيم، خيرمحمد، عبدالرحمن شيداني، علي احمد شهيدي، ميررحمان رحماني، ډاکتر ظهير سعادت، حضرت علي، پيربخش گرديوال، عبدالغفار، عصمت الله شينوارى، سيداکرام معصومي، محمدعظيم محسني، محمد عبده، علم خان ازادي، احمدشاه رمضان، عباس ابراهيم زاده، محمداسحق رهگذر، اسدالله شريفي، عبدالرحمن رحماني، محمد فرهاد عظيمي، صيفوره نيازۍ، برېښنا ربيع او علي اکبر قاسمي د عبدالله ملاتړي دي.

او له مشرانو جرګې حبيب الرحمن، عبدالستار عفت، عبدالولي راجي، ليلما احمدي، حاجي مجيد، مولوي محمود دانشجو، مولوي محمدفيضي او نورمحمد کفيل نوري د عبدالله ملاتړ کوي.

په ولسي جرګه کې د فراه استازى محمدسرور عثماني وايي، ځکه له عبدالله څخه ملاتړ کوي، چې عبدالله کولاى شي افغانستان له اوسنيو ستونزو وژغوري.

د يادونې ده، څو ورځې وړاندې عبدالله عبدالله رسنيو ته ويلي وو، چې د ملي شورا ١٥٠ غړي د ده له نوماندۍ ملاتړ کوي.

لسو تنو د ولسي جرګې او ٩ د مشرانو جرګې غړو بيا ويلي، چې له استاد عبدرب الرسول سياف څخه ملاتړ کوي.

د ولسي جرگې غړي محمد داود کلکاني، زمرک پادخوابي، انورخان اورياخېل، عزت الله عاطف، نذير احمد حنفي، محمدعارف طيب، کرام الدين رضا زاده، عبدالستار درزابي، عبدالاحمد دراني او الله نظر ترکمن د سياف ملاتړي دي.

او له مشرانو جرګې فضل هادى مسلميار، لطف الله بابا، حافظ عبدالقيوم، رفيع الله حيدري، عبدالحنان حقويون، عبيدالله ترکمن، محمد عثمان رحماني، مکرم خان ناصري او نظرمحمد فقيري د استاد سياف ملاتړ کوي.

د استاد سياف ټاکنيز کمپاين دفتر ويلي، چې د ملي شورا ٦٧ غړي له سياف څخه ملاتړ کوي.

د مشرانو جرګې غړى عبيدالله ترکمن وايي، ځکه له استاد سياف څخه ملاتړ کوي، چې سياف د افغانستان په ټولو ستونزو کې په هېواد کې و، جهادي مشر دى او کولاى شي، چې تر نورو په ښه توګه د هېواد ستونزې هوارې کړي.

٦ تنه له ولسي جرګې او دوه له مشرانو جرګې له بل کانديد عبدالقيوم کرزي څخه ملاتړ کوي.

د ولسي جرګې غړي  محمدعمر ننګيالى، عبدالخالق بالاکرزى، عبيدالله بارکزى، فتح الله قيصاري، صفورا ايلخانۍ او معلم چاري او د مشرانو جرګې غړي نعمت الله پوپل او سيداقا حسين هاشمي د عبدالقيوم کرزي ملاتړي دي.

د ولسي جرګې غړى معلم چاري وايي، ځکه له عبدالقيوم کرزي ملاتړ کوي، چې اقتصاد ته په ودې ورکولو کې پوره تجربه لري.

او د ولسي جرګې غړي فريدون مومند ، استاد محمداکبري، فکوري بهشتي او شريف الله کامه وال بيا له ګل اغا شېرزى څخه ملاتړ کوي.

 محمداکبري وايي، له شېرزي څخه ځکه ملاتړ کوي، چې د هېواد د بيارغولو لپاره ښه کار کولاى شي.

دى وايي، شېرزي په ننګرهار کې ثابته کړې چې د هېواد د ابادۍ لپاره کار کولى شي.

شېرزي شاوخوا اته کاله د ننګرهار د والي په توګه دنده تر سره کړې ده.

خو له يادو ٢٤٨ تنو څخه چې له پژواک سره يې اړيکه ټينګه شوې، ٤٩ يې د ولسي جرګې او ٣٧ تنه د مشرانو جرګې غړي وايي، چې دوى به د کانديدانو د پلانونو او تګلارو تر ارزونې وروسته پرېکړه وکړي، چې له کوم کانديد څخه ملاتړ وکړي.

د ولسي جرګې په دغو غړو کې ربابه پرواني، محمدفرهاد صديقي، قيس حسن، نظيفې ذکي، فرشته اميني، احمد فرهاد مجيدي، نجلا دهقانژاد، خليل احمد شهيدزاده، عبدالحى اخندزاده، شيرين محسني، عبدالرحيم رحيل، شيخ نعمت الله غفاري، حبيبه سادات، نسيمه نيازۍ، صفيه ايماق، رنګينه کارګر، بازمحمد جوزجاني، سيد محمد حسين شريفي، فضل العظيم مجددي، صفى الله مسلم، فوزيه روفي، ميربت خان منګل، غلام حسين ناصري، عبدالمجيد وردګ، پروين درانۍ، احمدالله موحد، وژمې ساپۍ، زيفنون ساپۍ، محمدعالم قرار، محمدحسن مموزي، نقيب الله، سامعه عزيز خوګياڼي، فوزيې کوفي، امان الله پيمان، نيلوفر ابراهيمي، عبدالروف انعامي، ذکريا سودا، عبدالولي نيازى، عبدالباقي، فاطمه عزيز، شايسته باز ناصري، عبيدالله رامين، عاشق الله وفا، محي الدين مهدي، شکريه عيسى خېل، حبيب الرحمن افغان، محمدنذير احمدزى او عاشق الله شامل دي.

دغه راز د مشرانو جرګې په يادو غړو کې الله داد اندر، باز محمد زرمتي، بلقيس روشن، بهرام خان څمکنى، جمعه الدين ګيانوال، حضرت شاه نورستانى، خالقداد بلاغى،خان محمد خاګى، جان محمد الله يار، خيرالنسا غمى، روشن الکوزى، سراج الدين صفري، سيدمحمد سعيدى،سيدسادات ناصرى، شفيقه نورزخيل،عبدالاحد سلطانزوى،عبدالشکورشکور، عزيزه مصلح، ګل احمد اعظمي، گلالۍ اکبري، محمدامين ساپۍ، محمدالدين همدرد، اصف عظيمي، محمدحسن هوتک، داود حساس، عيسى خان شينوارى، ملکه مايل زاده، ميرب هادر واصفي، حسين صادقي پرواني، ميراحمد الله منيب، نفيسه سلطاني، واحده ساپى، هدايت الله احمدزى، هيله اڅکزۍ، بخت بي بي رحيمي، سيد محمد او سيدمحمد خالد جعفري شامل دي.

خو د ولسي جرګې غړي رمضان بشردوست، بکتاش سياوش، قدرت الله سهاک او ملا تره خيل محمدي وايي چې له هېڅ کانديد څخه ملاتړ نه کوي.

 د کابل استازى رمضان بشردوست وايي، چې په يادو کانديدانو کې د ولسمشرۍ لپاره يو هم مناسب نه دى او دى له هېڅ يوه هم ملاتړ نه کوي.

خو په ولسي جرګه کې د کوچيانو استازى ملا تره خېل محمدي وايي، له دې امله له هېڅ کانديد څخه ملاتړ نه کوي، چې په افغانستان کې له اساسي قانون سره سم د سراسري ټاکنو لپاره زمينه نه ده برابره.

خو د مشرانو جرګې غړى زلمى زابلى وايي، نه غواړي چې د کانديد د غوراوي په اړه خپله پرېکړه له رسنيو سره شريکه کړي.

پژواک هڅه وکړه چې د ملي شورا له ټولو غړو سره اړيکه ټينګه کړي، خو د دې شورا د ٦٤ غړو ګرځنده ټيلېفونونه غلي وو، ٣٢ يې اړيکه نه ځوابوله او د څلورو نورو استازو ويل، چې د شورا غړي په بهر کې دي او د تصميم په اړه يې دوى معلومات نه لري.

 د چارو ځيني شنونکي د کانديدانو لپاره ډېره مهمه بولي، چې د ملي شورا غړي ورڅخه ملاتړ وکړي، خو ځيني نور په دې اند نه دي.

د چارو شنونکى او د ملي شورا پخوانى سلاکار محمدجعفر واحديار وايي، له شک پرته د ملي شورا د غړو ملاتړ کولاى شي، چې د يوه کانديد د رايو په کچه کې د پام وړ بدلون راولي.

هغه زياته کړه: “هر وکيل موکلين لري او د زرو کسانو له ملاتړ نه د يوه وکيل ملاتړ د يو نوماند لپاره ډېر موثر تماميداى شي.”

هغه هيله وښوده، چې د ملي شورا غړي دې له داسې کانديد څخه ملاتړ وکړي، چې کولاى شي افغانستان له روانو ستونزو وژغوري.

خو د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي استاده شهلا فريد وايي، چې ډېرى وخت دغه شان ملاتړ کول د سياسي معاملو پر بنسټ وي.

شهلا فريد زياته کړه، چې پر ډېرو خلکو د ملي شورا د غړو خبرې د نوماند په غوره کولو کې اثر نه شي کولاى او اوس ډېرى افغانانو دا وړتيا پيدا کړې چې د خپله خوښې کانديد په خپله غوره کړي.

هغې زياته کړه: “وکيل بايد پر چا فشار را نه وړي، چې چا ته رايه ورکړي، هر څوک پوهېږي خپله رايه، ځکه دلته د ملي ګټو پر ځاى شخصي ګټو ته لومړيتوب ورکول کېږي.”

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.