کابل (پژواک ٣٠ سلواغه ٩٢): هندوستاني ځانګړو ځواکونو په نوي ډيلي کې له يوه افغان څخه د دوه سوه ميليونه هندي روپيو په ارزښت نشه يي توکي نيولي دي.
د (ايشين ايج) په نوم يوې هندي رسنۍ د سلواغې په ٣٠مه خبر ورکړى، چې دغه توکي کوکايين نومېږي او څلور کيلوګرامه وزن لري.
سرچينې زياته کړې، چې د ډيلي ځانګړو پوليسو دغه توکي په هوايي ډګر کې د احمد جاوېد په نوم له يوه افغان څخه، چې ٤٦ کلن دى، ترلاسه کړي دي.
هندي پوليسو ويلي، چې نيول شوي نشه يي توکي په نړيوال مارکېټ کې دوه سوه ميليونه هندي روپۍ ارزښت لري.
د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې له افغانستان څخه هندوستان ته د نشه يي توکو د قاچاق لړۍ زياته شوې ده.
د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې سرحدي پوليسو په دې وروستيو کې ګڼ شمېر کسان، چې غوښتل يې نشه يي توکي هندوستان ته قاچاق کړي، نيولي دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن